راتلونکي میاشت د افغانستان په اړه چین، روس او پاکستان مسکو کې غونډه کوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۹) زرغون خوږیاڼی

راتلونکي دسمبر میاشت کې د چین، روس او پاکستان هېوادونه د افغانستان د اوسنیو حالاتو او د وسله والو طالبانو په اړه په مسکو کې غونډه کوي.
دغه خبر د پاکستان د خارجه چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا ورکړی دی، نوموړي ویلي، د افغانستان امنیت د سیمې د ټولو هیوادونو لپاره ارزښت مند دی«موږ هغو ټولو ګامونو او طرحو ته په لوړ کچه خورا ارزښت ورکوو، چې د افغانستان او سیمې د امن او ثبات په موخه وي.»

نفیس ذکریا زیاتوي چې راتلونکي میاشت کې په مسکو کې کیدونکي کنفرانس کې به د افغانستان د امنیتي کشالې، د سولې په هڅو او د وسله والو طالبانو د شالید او مخینې په اړه بحث وشي.

د روسیې چارواکو له ایران او هند څخه هم غوښتنه کړې وه، چې په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي، خو ویل کیږي د هند چارواکي اوسمهال د افغان حکومت سره ډیر نږدې شوي دي نو په دغه کنفرانس کې ګډون ته زړه نه ښه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې پاکستان به په هند کې «د اسیا زړه کنفرانس» کې هم ګډون وکړي، ځکه چې په د سیمې امنیت د پاکستان لپاره مهم دی.

د یادونې وړ ده چې د روانې میاشت په ۱۳مه نیټه د طالبانو نظامي کمیسیون پاکستان ته په ښکاره وویل، چې د پاکستان په غوښتنه به د افغان حکومت سره د سولې میز ته نه کښیني.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي کابلوف یوه اوونۍ وړاندې ویلي وو، چې طالبان او روس په سیمه کې ګډ دښمن لري ، د کابلوف په وینا زوسیه او طالبان سره د اړیکو د پیاوړي کیدو په درشل کې دي او طالبان د یو ریښتینې سیاسي وسله والې ډلې په توګه په رسمیت پیژني.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close