د حکمتيار کابل ميشتي پلاوي ته د ملي امنيت د چارواکو له لوري د محتاط اوسيدو خبرداری!

متقاعد نظامي

د يوې باوري سرچينې د معلوماتو له مخې نيږدې يوه مياشت دمخه له ګډ حکومت سره د حکمتيار د مذاکراتو او سولې د پلاوي مشر  انجنير کريم امين ته د اشرف غني د ملي امنيت مشاور حنيف اتمر خبرداری ورکړی چې وسلوال مخالفين پلان لري تر څو د حکمتيار پلاوی د کوم بريد نښه وګرځوي او هم يې لارښوونه ورته کړې چې د زياتو جزئياتو د لاسته راوړلو او لازمو تدابيرو د نيولو لپاره د ملي امنيت له لوی رئيس معصوم ستانکزي سره وګوري.

سرچينه زياتوي د حنيف اتمر له خبرداري وروسته انجنير کريم امين په داسې حال کې چې د حکمتيار د اطلاعاتو پخوانی رئيس عبدالمالک خوستی ، حاجي حيات  ، شرافت او ځینې نور کسان هم ورسره ؤ له معصوم ستانکزي سره مخ شول. معصوم ستانکزي هم په دغه ليدنه کې د حکمتيار پلاوي ته د حنيف اتمر خبرداری تکرار کړ او په کابل کې د طالبانو ځينې د نظامي عملياتو مسؤلين يې په مشخصه توګه ورته ياد کړل چې د حکمتيار په پلاوي د بريدونو پلان لري.

ويل کيږي د دې خبرداري څخه وروسته د حکمتيار په کابل ميشتي پلاوي کې وارخطايي ګډه شوې او د حکمتيار د اطلاعاتو پخوانۍ څانګه هوډ لري تر څو لاس پکار شي.

د حکمتيار پلاوي ته د ګډ حکومت امنيتي چارواکي دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې نه خو طالبانو د حکمتيار او ګډ حکومت تر منځ د سولې د تړون په اړه کوم رسمي غبرګون ښودلی او نه يې خپلو پلويانو ته د حکمتيار د پلويانو په ضد د بريدونو کوم رسمي امر کړی ، ځکه معمولاً طالبان چې له هر چا سره د جګړې اراده ولري او يا د بريد نيت پرې ولري له مخکې څخه رسمي اعلان کوي او په اړه يې شرعي فتوی جاري کوي ، کم تر کمه خپلو پلويانو ته خو داسې يو اعلان خامخا جاري کوي.

د چارو د شنونکو له آنده طالبان شايد خپل رسمي غبرګون کابل ته د حکمتيار تر تګ پورې او آن د طالبانو په وړاندې د ده تر عملي موقف پورې وځنډوي او که چيرې حکمتيار د طالبانو په وړاندې کوم دريځ ونه نيسي او د طالبانو په وړاندې کوم عملي اقدام ونکړي ، شايد طالبان يې بيخي په وړاندې خاموش پاتې شي.

دغه شنونکي زياتوي چې د حکومت د امنيتي چارواکو د دغه خبرداري په کره والي د اوس لپاره باور نشي کيدلای او شايد د دغه خبرداري تر شا څو پټ مهم استخباراتي اغراض وي :

لومړی دا چې حکومت دې ته زياته تلوسه لري چې د حکمتيار پخوانۍ پياوړې اطلاعاتي دستګاه له سره منظمه او فعاله کړي ، خپلې نيمګړتياوې پرې پوره کړي او د طالبانو پر ضد ترې کار واخلي.

دوهم دا چې ګډ حکومت او د دوی بهرني ملاتړي غواړي د حکمتيار له پلويانو څخه په بيلابيلو محاذونو کې د طالبانو په ضد په جګړه کې کار واخلي او د ملي اردو او پوليسو ملا پرې مضبوطه کړي.

دريم دا چې په داسې اخطارونو ګډ حکومت غواړي د حکمتيار د پلاوي تحرکات ، فعاليت او ملاقاتونه محدود وساتي او له کنترول څخه يې خارج نشي.

ځینې شنونکي بيا په دې آند دي چې شايد د حکومت امنيتي ارګانونه په خپله حکمتيار او د حکمتيار د سر کسان د يوې لويې توطيې ښکار وګرځوي ، له منځه يې يوسي او پړه يې په طالبانو وغورځوي تر څو په دې ډول هم له حکمتيار څخه ځان خلاص کړي او هم به يې پلويان له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل کړي.

دغه شنونکي زياتوي چې دغه خبرداری به د حکمتيار لپاره د دغې جوړې سترې توطيې چې په غالب ګومان تر شا به يې د  سي آی ای ، د انګليس د استخباراتو او نورو لويديځو استخباراتي ادارو هم لاس وي له مقدماتو څخه وي !

د استخباراتي چارو د دغو کارپوانو له نظره په تاريخ کې د داسې توطيو ډير مثالونه شته ، دوی حکمتيار او پلويانو ته يې مشوره ورکوي چې بايد له زياتې هوښيارۍ څخه کار واخلي ، له طالبانو سره يو ډول تماس او پوهاوي ولري او د طالبانو په پرتله د شوری نظار ځانګړو استخباراتو ته چې مشري يې د انجنير عارف او دولت مير په غاړه ده او امر الله صالح هم پکې اغيزمن رول لري او د هم د ګډ حکومت استخباراتي ارګانونو ته متوجه و اوسي او آن هغه مرمۍ ضد موټرو او ساتونکو ته هم متوجه و اوسي چې د ګډ حکومت د امنيتي ارګانونو له لوري دوی ته د د دوی د امنيت ساتلو په موخه ورکول کيږي.

د دغه شنونکو له انده که چيرې حکمتيار او پلويان يې له هوښيارۍ څخه کار وانخلي شايد د لويديځ او د دوی د ملګرو د استخباراتي سازمانونو په يو داسې خطرناک دام کې ګير شي چې بيا به ورته وتل ترې ډير ګران او له امريکايانو سره د جګړې په پرتله به ورته په مراتبو زيات نقصاني پريوزي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close