محرم الحرام يوه سپيڅلې مياشت

ليکوال : مفتي فضل هادی

محرم الحرام د اسلامي کال لومړنی مياشت ده. محرم لفظ د اسم مفعول توری دی او له تحريم څخه اخيستل شوی دی چې معنا يې ده ممنوع ، مقدس، حرام کړی شوی ، حرمت ، عظمت او ذو احترام نو محرم الحرام مياشت مقدسه ، سپيڅلې ، عظيمه او د احترام وړ مياشت ده او دا په هغه مياشتو کې شمير ده چې الله تعالی ورته اشهر الحرم ويلي دي ځکه د محرم الحرام مياشت د أَشْهُرُ الحُرُم له مياشتو څخه ده چې هغه عبارت دی له . : ذو القعْدَة ، ذُو الحِجَّة ومُحَرَّم او رَجَب څخه.

د دغو مياشتو د فضيلت په باره کې الله تعالی فرمايلي دي إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِندَ اللّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَات وَالأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ حقيقت دادى چې د مياشتو شمېر له هماغه ورځې نه چې الله تعالی اسمانونه او ځمکه پيداکړې ده د الله جل جلاله په ليکنه کې همدا دولس دي د هغو ( له جملې ) څخه څلور ( مياشتې ) يې حرامې ( داحترام وړ مياشتې ) دي.

ددغو مياشتو حرمت دوه لامه دي يو دا چې لکه څرنګه چې د اسلام څخه د مخه په دغو مياشتو کې جنګ او جګړه ممنوع وه د اسلام د راتګ څخه وروسته د صحيح قول په اساس تعرضي جګړه پکې ممنوع ګرزول شوې ده چې همدغه حرمت په ځای پاتې شو.

د احترام دوهم لامل يې دادى چې په دغو مياشتو کې دعبادت ثواب زياتيږي، لکه په يوه حديث مبارکه کې راغلي دي : عَنْ أَبِي قَتَادَةَ ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : صَوْمُ عَاشُورَاءَ يُكَفِّرُ السَّنَةَ الْمَاضِيَةَ [رواه سنن الکبری لنسائی رقم : 2809 ] يعنې د عاشوراء د ورځې روژه (چې د محرم الحرام لسمه ورځ ده ) د يوه مخکنې کال ګناهونه له منځه وړي. همداراز په يوه بل حديث مبارکه راغلي دي چې صِيَامُ يَوْمِ عَرَفَةَ أَحْتَسِبُ عَلَى اللَّهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِي قَبْلَهُ وَالسَّنَةَ الَّتِي بَعْدَهُ وَصِيَامُ يَوْمِ عَاشُورَاءَ أَحْتَسِبُ عَلَى اللَّهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِي قَبْلَهُ ( صحيح مسلم /٣/ ٥٧٨ ) يعنې ژباړه : زه د عرفات د ورځې د روژې په اړه له الله جل جلاله څخه اميد لرم چې د يو کال مخکې اود يو کال وروسته گناهونه له منځه يوسي او د عاشوراء د ورځې د روژې په اړه دا هيله لرم چې ديو کال مخکې د گناهونو د بخښلو لامل جوړه شي .

او تاسې ته ښه معلومه ده چې عرفه د ذوالقعدې د مياشتې نهمه ورځ او عاشوراء د محرم الحرام لسمه ورځ ده او دا دواړه مياشت د اشهر الحرم مياشتې دي.

له پورتنيو احاديثو څخه دا مسئله هم معلومه شوه چې د محرم الحرام د مياشتې په لسمه چې يوم عاشوراء بلل کيږي څوک روژه ونیسي نو الله تعالی یې د يوه مخکني کال ګناهونه وربخښي. نو د عاشوراء د ورځې له کبله د محرم الحرام مياشتې ته يو ځانګړی فضيلت او سپيڅلتيا ورپه برخه شوې ده .

همداراز د محرم الحرام يو مهم فضيلت او سپيڅلتيا دا هم ده چې د اسلامي کال پيل له همدغه مياشتې څخه کيږي. لکه څرنګه چې تاسې ته معلومه ده اسلامي کال د بيغمبر صلی الله عليه وسلم د سپيڅلي هجرت څخه چې هغه مبارک د الله تعالی په امر له مکې مکرمې څخه مدينې منورې ته وکړ څخه شروع دی .

دغه اسلامي کال ته هجري قمری کال هم وايي. د اسلامی کال په باره کې مفتي شفيع صاحب په معارف القران کې د دغه ايت [إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِندَ اللّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللّهِ (الايه)] په تفسير کې ليکي : الله جل جلاله د خپلو حکمونو د وختونو د پېژندلو لپاره د سپوږمۍ حساب غوره کړى دى او ټول حکمونه يې په هغه پورې تړلي دي ؛ نو ځکه د قمري حساب خوندي ساتل فرض کفايه دي که چېرې ټول مسلمانان قمري حساب ته شا کړي او هېر يې کړي؛ نو ټول گناهگار دي. (معارف القرآن \٤\ ٣٧٣ )

د عاشوراء د ورځې په اساس د محرم الحرام بل مهم فضيلت او سپيڅلتيا دا ده چې په دې ورځ باندې الله تعالی حضرت موسی عليه السلام او بنی اسرائیلو ته د فرعون له ظلم څخه نجات ورکړ. مورخینو او تاريخ پوهانو ليکلي دي چې کله موسى عليه السلام ته د الله تعالی لخوا د مصر څخه د هجرت امر وشو نو موسی عليه السلام د خپل قوم سره د درياب په لوري روان شو” نو د الله جل جلاله په حکم سره موسى عليه السلام خپله لکړه په درياب کې ووهله چې په پايله کې د هغوى لپاره په اوبو کې لارې جوړې شوې “ او دوی صحيح او سالم په درياب پورې وتل خو کله چې فرعون او لښکريانو يې دا هر څه په خپلو سترګو وليدل نو دوى هم په اوبو ورگډ شول همغه و چې اوبه د يوې او بلې خوا پرې راغلې ، فرعون د خپلو لښکريانو سره په اوبو کې ډوب شو. دا د عاشوراء ورځ وه لکه چې په يو حديث کې راځي چې عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضى الله عنهما أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَدِمَ الْمَدِينَةَ فَوَجَدَ الْيَهُودَ صِيَاماً يَوْمَ عَاشُورَاءَ فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – ” مَا هَذَا الْيَوْمُ الَّذِى تَصُومُونَهُ ” . فَقَالُوا هَذَا يَوْمٌ عَظِيمٌ أَنْجَى اللَّهُ فِيهِ مُوسَى وَقَوْمَهُ وَغَرَّقَ فِرْعَوْنَ وَقَوْمَهُ فَصَامَهُ مُوسَى شُكْراً فَنَحْنُ نَصُومُهُ . فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ” فَنَحْنُ أَحَقُّ وَأَوْلَى بِمُوسَى مِنْكُمْ ” . فَصَامَهُ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ . ( صحيح مسلم \٣\ ٥٣٣\ باب صوم يوم عاشوراء رقم حديث ٢٦٥٥ ) ژباړه : له حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی چې کله رسول الله صلى الله عليه وسلم مدينې منورې ته راغى ؛ نو ويې ليدل چې يهوديانو د عاشوراء په ورځ روژه نيوله ، پوښتنه يې وکړه چې په دې ورځ ولې تاسو روژه نيسئ هغوى ورته وويل : چې دا يوه لويه ورځ ده ځکه په دغه ورځ الله جل جلاله موسى عليه السلام او د هغه قوم ته نجات ورکړ او فرعون له خپل لښکر سره غرق شو، موسى عليه السلام د الله جل جلاله د شکر ايستلو په موخه روژه ونيوله؛ نو ځکه يې موږ هم نيسو نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : موږ موسى عليه السلام ته له تاسو څخه ډېر ور نږدې او حق داره يو او بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپله روژه ونيوله او نورو ته يې هم د روژې نيولو حکم وکړ .

د يوم عاشوراء د فضيلت او سپيڅلتيا له کبله د محرم الحرام د مياشتې فضيلت دا هم دی چې د رمضان د روژې د فرضيت څخه د مخه د عاشوراء د ورځې روژه فرض وه لکه يو حديث کې راغلي دي عَنْ عَائِشَةَ رضى الله عنها قَالَتْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَأْمُرُ بِصِيَامِهِ قَبْلَ أَنْ يُفْرَضَ رَمَضَانُ فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ كَانَ مَنْ شَاءَ صَامَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَمَنْ شَاءَ أَفْطَرَ (رواه مسلم رقم : 2696 و مسند ابوعوانه رقم : 2986) زپاړه : له ام المومنين بي بي عائشې رضی الله عنها څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به موږ ته د عاشوراء د ورځې د روژې امر کاو مخکې د فرضيت د روژو رمضان نه. نو کله چې (د) رمضان (روژې) فرض شوې نو که به د چا خوښه شوه نو د عاشوراء روژه به يې نيوله او که نه ، نو نه به يې نيوله. همداراز په يو بل حديث کې راغلي دي . عن عَبْدِ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ رضى الله عنهما أَنَّ أَهْلَ الْجَاهِلِيَّةِ كَانُوا يَصُومُونَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَأَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم صَامَهُ وَالْمُسْلِمُونَ قَبْلَ أَنْ يُفْتَرَضَ رَمَضَانُ فَلَمَّا افْتُرِضَ رَمَضَانُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم “إِنَّ عَاشُورَاءَ يَوْمٌ مِنْ أَيَّامِ اللَّهِ فَمَنْ شَاءَ صَامَهُ وَمَنْ شَاءَ تَرَكَهُ . ژباړه : له حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روايت دی چې د جهالت د وخت خلکو به د عاشوراء د ورځې روژه نيوله نو رسول الله صلی الله عليه وسلم او مسلمانانو به هم مخکې له دې نه چې د رمضان روژه فرض شي دا ورځ روژه نيوله. نو هر کله چې د رمضان روژه فرض شوه ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : عاشوراء هم د الله تعالی د ورځو څخه يوه ورځ ده نو که د چا خوښه وي نو روژه دې ونيسی او که نه نو نه دې نیسي.

د يادولو وړ ده چې لکه څرنګه معلومه شوه چې محرم الحرام د عبادت او د عظمت مياشت ده او خصوصاً د عاشوراء ورځ چې د برکتونو او د نعمتونه ورځ ده او د روژې په نيولو سره يې د يوه مخکني کال ګناهونه بخښل کيږي . علماو دا هم فرمايلي دي چې فالطاعة فيها أعظم ثواباً والمعصية أعظم إثماً. يعنې په محرم الحرام او نورو اشهر الحرم کې لکه څرنګه د الله تعالی عبادت پکې ډير لوی ثواب لري همداراز معصيت هم پکې لوی ګناه ده يعنې که څوک په دغو مياشتو کې ګناه وکړي نو الله تعالی سخت عذاب ورکوي له همدې کبله مونږ او تاسو ته ښايي چې د بدو کړو وړو څخه ځانونه وژغورو تر څو د الله تعالی په سخت عذاب اخته نه شو او په نيکو اعمالو کونکي شو تر څو د لوی ثواب څښتنان شو پای

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close