د ایمان مسائل (۴۶مه برخه) – آيا په جنت کې به اولاد وي ؟ –

 

آيا په جنت کې به اولاد وي

پوښتنه : کوم خلک چې جنت ته ولاړ شي او هغوى ته حورې ورکړى شي، د هغوى به اولاد کيږي او که نه؟.

ځواب : که چيرته د اولاد خواهش وکړي نو اولاد به يې کيږي ([1]).

د زليخا نکاح له حضرت يوسف علیه السلام سره شوې وه او که نه

پوښتنه  (١) بي بي زليخا مؤمنه وه که کافره؟.

(٢) د بي بي زليخا نکاح له حضرت يوسف علیه السلام سره شوې وه او که نه؟ په کوم مستند روايت کې داسې راغلي او که نه چې د هغې وفات په کفر باندې شوى؟.

ځواب : (١) په هيڅ مستند روايت کې ندي راغلي چې د هغې وفات په کفر باندې شوى.

(٢) د تفسير کبير، ج ٥، ص : ١٤٢، درمنثور، بيان القرآن، پاره ١٣، ص : ٨٥، امداد الفتاوى، ج ٤، ص : ٧٧څخه داسې معلوميږي چې نکاح يې شوې وه، والله اعلم بحقيقة الحال ([2]).

دوزخي ميړه به له جنتي ښځې سره څرنګه ملاويږي

پوښتنه : که چيرته کوم کلمه ويونکى د خپل بد عمل له امله دوزخ ته ولاړ شي او د هغه ښځه د خپل نيک عمل له امله جنت ته ولاړه شي، نو د هغې ميړه به له هغې سره څه ډول ملاويږي؟.

ځواب : که چيرته سزا تيره کړي او راشي نو په دې کې څه مشکل دى، ځکه چې هيڅ مسلمان د تل (هميشه) لپاره په دوزخ کې نه اوسيږي ([3]).

د مسلمانانو په هديره کې د غير مسلم خښول

پوښتنه : آيا يو غير مسلم د مسلمانانو په هديره کې دفن کيدلاى شي؟.

ځواب : د مسلمانانو په هديره کې د غير مسلم دفن کول روا نه دي ([4]).

د حضرت حضر علیه السلام د نبوت او ژوند تحقيق

پوښتنه : آيا حضرت حضر علیه السلام ژوندى دى او که وفات شوى دى؟ او آيا هغه پيغمبر وو او که نه؟.

ځواب : حضرت حضر علیه السلام د جمهورو په نزد ژوندى دى او د محقيقينو په نزد پيغمبر دى، د زيات تفصيل لپاره دې د هداية القاري کتاب العلم وکتل شي ([5]).

په صحابه ؤ کې له ټولو غوره صحابي څوک دی

پوښتنه : په صحابه ؤ کې له ټولو غوره صحابي څوک دی؟

ځواب : په ټولو صحابه کرامو کې څلور صحابه کرام رضی الله عنهم  له ټولو زيات غوره دي!

(۱) حضرت ابو بکر صديق  رضی الله عنه کوم چې له ټولو امت  څخه غوره دی.

(۲) حضرت عمر فاروق  رضی الله عنه کوم چې له حضرت ابوبکر صديق څخه پرته په ټول امت کې بهتر دی.

(۳) حضرت عثمان  رضی الله عنه کوم چې له حضرت ابوبکر صديق او حضرت عمر فاروق څخه وروسته له ټول امت څخه غوره دی.

(۴) حضرت علي  رضی الله عنه کوم چې له حضرت ابوبکر رضی الله عنه او له حضرت عمر رضی الله عنه او له حضرت عثمان رضی الله عنه څخه وروسته په ټول امت کې غوره دی، دا څلور واړه بزرګان له رسول اللهصلی الله علیه وسلم څخه وروسته خليفګان وو ([6]).

د کفارو د څومره عمر کوچنيان (ماشومان) به د جنتيانو خادمان وي

پوښتنه : د کفارو کوچنيان (ماشومان) به د جنتيانو خادمان وي، نو همدغه کوچنيان د څومره عمر شمارل کيږي، د شيدو خوړولو عمر يې معتبر دى او که تر بلوغه پورې؟.

ځواب : تر څو پورې چې په شرعي احکامو باندې مکلف نه وي نو کوچنيان ورته ويل کيږي، همدا اعتبار په آخيرت کې هم دى ([7]).

په مقرر وخت باندې د انسان مرګ

پوښتنه : د قرآن او سنت په رڼا کې ويل شوي چې انسان ته مرګ په خپل وخت سره راځي، آيا له وخت دمخه هم راتللاى شي؟.

ځواب : د هر کس مرګ په ټاکلي وخت باندې راځي، يوه لمحه هم مخکې او وروسته کيدلاى نشي ([8]).

د اصحاب کهف او حضرت حضر علیه السلام متعلق د څو پوښتنو ځوابونه

پوښتنه : (١) اصحاب کهف ژوندي دي او که نه؟ (٢) حضرت حضر علیه السلام ژوندى دى او که نه؟ او پيغمبر دى او که نه؟ (٣) حضر علیه السلام چې کوم هلک وژلى وو، آيا الله تعالى جل جلاله د هغه نعم البدل د هلک يا د انجلۍ په صورت کې ورکړى وه او که نه؟.

ځواب : (١) له حديث څخه د اصحاب کهف وفات معلوميږي (٢) حضرت حضر علیه السلام د جمهورو په نزد ژوندى دى او د محقيقينو په نزد پيغمبر دى (٣) مفسرينو ليکلي چې الله تعالى جل جلاله هغه ته نعم البدل ورکړى وو، مګر دا کوم منصوصي حکم نه دى ([9]).

په جنت کې د الله تعالى جل جلاله ديدار

پوښتنه : آيا د قيامت په ورځ به الله تعالى جل جلاله ټولو انسانانو ته په نظر ورځي؟.

ځواب : د اهل السنة والعقائد په عقيده کې ليکل شوي چې د قيامت په ورځ به د ايمان خاوندانو لره د الله تعالى جل جلاله ديدار وي، همدا خبره د قرآنکريم په آيتونو او په احاديثو سره ثابته دى ([10]).

آيا د ظالم لپاره هدايت شته دى

پوښتنه : په قرآن کريم کې راغلي )ان الله لايهدي القوم الظالمين( په دې کې مسلمان ظالم هم شامل دى، نو د ظالم مسلمان يا د ظالم کافر لپاره هم دعا قبليږي او که نه؟ دلته د هدايت له نفې څخه مراد څه دى؟.

ځواب : اصلي ظالم مشرک دى، د کوم لپاره چې )لايهدي( وارد شوى )ان الشرک لظلم عظيم( د هدايت له نفې څخه تکويني نفې مراد دى، تشريعي مراد نه دى، لهذا د هر ظالم او هر کافر لپاره د هدايت دعا صحي دى، د يو چا موجوده حالت ته په کتلو سره حتمي پريکړه کول سخت دي چې د ده خاتمه به په همدې حال باندې وي ([11]).

د حضرت ام کلثوم دويم نوم

پوښتنه : ام کلثوم د حضرت رسول اللهصلی الله علیه وسلم د لور نوم دى، دغه نوم نسبتي دى او که اصلي؟ آيا ام کلثوم يوازې د ښځو لپاره استعماليدلاى شي او که د سړيو لپاره هم؟ آيا د کلثوم نوم کيښودل روا دي؟.

ځواب : د حضرت ام کلثوم رضی الله عنها کوم اولاد نه وه، له همدې امله دا کنيت د اولاد له وجهې نشي کيدلاى، شايد له کومې بلې وجهې څخه وي، بهر حال د هغې دويم نوم مشهور نه دى، ځينو ويلي چې د هغې نوم آمنه وه، والله اعلم بحقيقة الحال، ام کلثوم په عربي کې د سړي نوم هم ثابت دى، کلثوم ابن الحصين وغيره، د کلثوم نوم کيښودل روا دي ([12]).

د جنت تر ټولو لوى نعمت

پوښتنه : د جنت تر ټولو لوى نعمت کوم به چې جنتيانو ته ورکول کيږي څه دى؟.

ځواب : الله تعالى دې جنت زمونږ په برخه کړي، هلته د کوم شي کمى دى ! مګر سره له دې ديدار الهي او رضاء الهي د جنت تر ټولو لوى نعمت دى ([13]).

حضرت خضر علیه السلام نبي دى که ولي

پوښتنه : حضرت حضر علیه السلام پيغمبر دى که ولي؟.

ځواب : دا مختلف فيه او غير منصوصي مسئله دى، راجح دا دى چې پيغمبر دى ([14]).

د خليفه پيژندنه

پوښتنه : خليفه چا ته وايي؟

ځواب : د حضورصلی الله علیه وسلم له وفات وروسته د دين کار سنبالونکي او د هغو انتظاماتو کوم چې رسول الله مبارک فرمايلي د هغوی په قائمولو کې چې کوم کس د رسول الله مبارک قائم مقام شي هغه ته خليفه ويل کيږي، د خليفه معنی قائم مقام او نايب دی، د رسول الله مبارک له وفات څخه وروسته د ټولو مسلمانانو په اتفاق سره حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه د حضورصلی الله علیه وسلم قائم مقام جوړ شو، ځکه خوورته لومړی خليفه ويل کيږي، له هغه وروسته حضرت عمر رضی الله عنه دويم خليفه شو، له هغه وروسته حضرت عثمان رضی الله عنه دريم خليف شو، له هغه وروسته حضرت علي رضی الله عنه څلورم خليفه شو، دغو څلورو ته خلفاء اربعه، خلفاء راشدين او څلور ياران ويل کيږي ([15]).

([1]) فتاوى محموديه، ١ : ٦٩٠، بحواله : التذکرة للقرطبي، باب المؤمن اذا اشتهي الولد في الجنة .. الخ، ص : ٥٦٢ – ٥٦٣، وجامع الترمذي، ابواب صفة الجنة، باب ما جاء ما لادني اهل الجنة من الکرامة، ج : ٢، ص : ٨٤، وسنن ابن ماجه، ابواب الزهد، باب صفة الجنة، ص : ٣٢٣.

([2]) خير الفتاوى، ١ : ٤٦٢، بحواله : تفسير کبير، ج ٥، ص : ١٤٢، درمنثور، بيان القرآن، پاره ١٣، ص : ٨٥، امداد الفتاوى، ج ٤، ص : ٧٧.

([3]) فتاوى محموديه، ١ : ٦٩٤، بحواله : شرح الننوي علي الصحيح لمسلم، کتاب الايمان، باب الدليل علي ان من مات علي التوحيد دخل الجنة قطعاً، ج : ١، ص : ٤١، وکذا في شرح الفقه الاکبر للملا علي قاري رحمه الله  ، ص : ١٥٦، وکذا في النبراس شرح شرح العقائد، ص : ٥٥٧.

([4]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ١٤٥، بحواله : الاشباه والنظائر، ج : ١، ص : ٢٩١.

([5]) فتاوى فريديه، ١ : ٤٧٦، بحواله : هداية القاري علي صحيح البخاري، ج : ١، ص : ١٧٧، کتاب العلم، باب ما ذکر في ذهاب موسي في البحر.

([6]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ١٩.

([7]) فتاوى محموديه، ١ : ٦٩٥، بحواله : ارشاد الساري، ج : ٣، ص : ٤٨٦، کتاب الجنائز، باب ما قيل في اولاد المشرکين، ردالمحتار، ج : ٦، ص : ١٥٣، فصل بلوغ الغلام بالاحتلام …. الخ.

([8]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤٠٨، بحواله : سورة يونس، آية : ٤٩.

([9]) فتاوى فريديه، ١ : ٤٨٣، بحواله : تفسير ابن کثير، ج : ٣، ص : ١٠٦، سورة الکهف، آية : ٢١، هداية القاري شرح صحيح البخاري، ج : ١، ص : ١٧٧، باب ما ذکر في ذهاب موسي في البحر، روح المعاني، ج : ٦، ص : ١٦، سورة الکهف، آية : ٨١.

([10]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤٨٩، بحواله : سورة القيامة، آية : ٢٢، شرح عقيدة الطحاوية، ص : ٢٠٣.

([11]) فتاوى محموديه، ١ : ٧٠٤، بحواله : سورة التوبة، آية : ١٩، روح المعاني، ج : ١٠، ص : ٦٨، روح المعاني، ج : ٣، ص : ٢١٧، سورة لقمان، آية : ١٣.

([12]) خير الفتاوى، ١ : ٤٦٥، بحواله : القاموس.

([13]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤٨٩، بحواله : مشکوة، ص : ٤٩٦ – ٤٩٧، مشکوة، ص : ٥٠٠ – ٥٠١، باب رؤية الله تعالى.

([14]) فتاوى فريديه، ١ : ٤٨٤، بحواله : سورة الکهف، آية : ٦٥، سورة الکهف، آية : ٨٢.

([15]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ١٩.

([16]) خير الفتاوى، ١ : ٤٦٦، بحواله : سيرت ابن هشام، ص : ٦١، طبقات الکبرى، ج : ١، ص : ٨٨.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close