کورنيو مطبوعاتو ته لنډه کتنه: ”حکومت نیول شوې سیمې نشي ساتلای“

کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو د نن ورځې په سرمقالو کې مختلفو موضوعات څيړي، څوک د پارلمان په راتلونکو انتخاباتو غږيدلي، چا د اولس خواشينۍ رابرسېره کړې او څوک د طالبانو له لوري د فراه د اناردرې ولسوالۍ د فتحې په اړه خپله مقاله ليکلې ده.
۸ صبح:
هشت صبح ورځپاڼې په خپل زنګ اول کې د راتلونکو پارلماني انتخاباتو په اړه ويلي چې د پارلمان هغه وکيلان، چې آينده انتخاباتو کې خپله ناکامي ويني، او دغه راز ځينې سياسي حلقات او سياست مداران نه غواړي چې انتخابات ترسره شي. دوی ځکه د دې پارلمان د دوام په تضمين ټينګار کوي چې د همدې پارلمان په دوام کې خپلې ګټې ويني.
مقاله وړاندې ليکي چې په دې کې هم شک نشته چې نامشروع او قانوني وجاهت نه لرونکی پارلمان د هر حکومت لپاره لذت بخش دی، پوښتونکی او ارزونکی پارلمان خپل نظارتي او قانوني نقش هغسې ادا کړي څنګه چې يې قانون اجابوي، د حکومتونو خوښ نه وي. (شک نشته چې د وحدت ملي رئيسان هم د دغسې پارلمان په بقا کې راحت احساسوي، چې حقوقي مشروعيت او قانوني وجاهت نه لري او څنګه چې ښايي هغسې نقش نه ادا کوي. دغه پارلمان يوازې زينتي موقف لري)
ويسا:
دغې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په هغو اشخاصو نيوکه کړې چې تيره ورځ يې په انټرکانټينينټل هوټل کې د (وفاق ملي) تر عنوان لاندې غونډه کې د روانې وضعې پړه پر حکومت واچوله او ويې ويل چې د ولس لپاره تر ټولو ستر ناورين دی.
د مقالې ليکوال دغو سياستوالو ته په خطاب کې وايي: (خبره يوازې د حكومت د بې حسۍ او بې همتۍ نه ده، پخپله همدغهخبره د امريكايي بادار د اعتماد ترلاسه كولو لپاره ده؟
ليکوال يادو سیاستوالو ته د پيغور په ډول ليکي: كه دوی ژمن او د ولس له غېږې را اوچت شوي سياسي كدرونه وي او له پرديو سفارتونو او څارګرو ادارو سره تړلي نه وي، ځانونه د يوه باغيرته ولس آزاد او باغروره زامن وبولي، ولس به په يوه چيغه پرې راټول شي. افسوس چې نن د ولس له غېږې د را اوچت شويو مخلصو څېرو كمى دى، زياتره په صحنه كې مطرح لوري تر ولس د پرديو سفارتونو په لور ډېر ګوري.
اطلاعات روز:
اطلاعات روز ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې خواشيني ښکاره کړې چې د فراه د اناردرې ولسوالۍ په فتحه کولو سره طالبان غواړي يو حائل خط ايجاد کړي او د دغسې سرحدي سيمو په فتحه کولو سره هم د خپل نفوذ سيمې سره وتړي او هم د سيمې هيوادونو ته په اسانه لاس رسی ولري.
د مقالې ليکوال وايي د اناردرې په څير د ولسواليو لاس په لاس کيدل او د هيواد په غربي سيمو کې د طالبانو په لاس د ځانګړو ځواکونو ټکان ورکونکې وژنه د منطقو په ساتنه او تصفيه کې د امنيتي ارګانونو دکمزوري ښکارندوی دي. د مقالې د ليکوال په باور د اناردرې غوندې په ځينو ولسوالیو کې د محلي او د نورو دولت پورې تړليو وسلوالو شتون طبعا د طالبانو حضور ته زمينه برابروي.
حکومت ځينې سيمې بيرته نيسي خو په ساتنه کې يې ناکام دی، د دې دليل دا دی چې د خاصو ځواکونو لخوا د نيول شویو منطقو ساتنه محلي امنيتي ځواکونو ته سپارل کيږي، چې په دغو ځواکونو کې د خپلمنځي هماهنګي، قوي ارادې او مديريت نشتون او له محلي پيچيده مناسباتو سره نابلدتيا د دې سبب کيږي چې طالبانو يو ځل بيا سيمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

تميم توفيق

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close