ایا دولت کی فساد او غلا نشته؟

تميم توفيق

مدني فعالان پرلتوال که رښتيا هم د دين، وطن او ملت په مشکلاتو او بدمرغيو دردمن وي؛ نو د دولت پخوانو او تازه کړنو ته په کتو دې دغه شعار ته هم يو پينافليکس جوړ او په خيمو دې يې وټومبي.
غل دولت فاسد دولت
د دين او وطن ضد دولت
د ع او غ ادارې له هغو پخوانو کړنو به تير شو چې د دين او وطن په ضد يې ترسره کړې، بلکې يوازې د سږ کال مشت نمونه خروار اعمالو يادونه به يې وکړو، چې له دين، هيواد او ملت سره د دوی د دښمنۍ ښکارندويي کوي.
په تيره يوه اونۍ کې په ننګرهار کې څلور ښوونځي او ليسې د همدې کابل ادارې او دوی پورې تړليو وسلوالو لخوا سوځول شوي دي، دا د علم او معارف دښمني په داسې ساحو کې انجام شوې چې په بشپړ ډول د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دې.
د کره معلوماتو په بنا عسکرو په تېره هفته کې د مهمندرې ولسوالۍ ودانۍ ته نژدې د ايمل خان ليسه وسوځوله، د هزار ناو په سيمه کې يې د ګڼو پوستو په منځ کې يو مکتب د اور خوراک کړ او دغه راز يې د ګردي غوث د عمومي لارې پر سر يو مکتب، چې هغه هم پوستو ته نژدې واقع دی، وسوځاوه.
ځيني دقيق معلومات لا دا هم ښيي چې د هزار ناو سيمې او ګردي غوث ته نژدې پوستو کې د ورځې اربکيان اوسي او د شپې پکې د داعش په نوم وسلوال دمه کوي.
له داعشي وسلوالو سره د دولت هړاړخيزه همکاري سرباری، مګر دغه په يوه اونۍ کې د علم و معارف د درې مراکزو له منځه وړل خو په هر حساب د غندنې وړ دي او پاسنی شعار ورسره لګيږي.
او په نورو سيمو کې د مکاتبو سوزول، پوستې پکې جوړول، په صنفونو کې د درس په مهال د استادانو او شاګردانو سپکاوی، وهل او ټکول. په بيلابيلو نومونو د ديني مدارسو د استادانو او شاګردانو نيول او بنديانولو، په مدارسو وحشيانه او بې رحمانه چاپې وهله او معلمين او متعلمين په شهادت رسول، دغه راز د صحي مراکزو د کارکونکو نيول او بنديانول/توهينول او آن په شهادت رسول، دا نادودې به يې د پورتنۍ وعدې په اساس نه يادوو.
مطلب دا چې پورتنی شعار ډير ښه ورسره لګيږي، خو که پرلتوال دومره نران شي او د ملت د ښيرازۍ او سوکالۍ په خاطر دا قرباني ورکړي.
د دولتيانو غلا او فساد ټولې نړۍ مشاهده کړي او د دين او وطن ضد کړنې يې هم ټولو هيوادوالو وليدلې. بلخوا که له امريکا سره د کابل ادارې د چارواکو يارانې ته وګورو، هغه يې هم په تمامه معنی په داسې توګه سر ته نه ده رسولې لکه څنګه چې ورته لازمه ده. سره له دې چې امريکا يې بشپړ ملاتړ کوي، معاشات يې د هغوی په غاړه دي، دولتي چوکيو ته هغوی رسولي دي، حکومتي او فردي مصارف يې د هغوی پر اوږو دي او پوځي مرستې يې هغوی کوي، مګر له دې ټولو نازونو او احساناتو سره سره يې له هغوی سره هم خپل خيانت نه دی دريغ کړی.
پرون خبرونه د سيګار ادارې په راپور خبرونه راغلل چې عسکري ادارو د ۱۵۴.۴ ميليونه ډالرو په ارزښت تيل غلا کړي دي، دا فساد سيګار ادارې ته په کراتو تحقيقي ارزونو کې څرګند شوی او بيا يې راپور پرې تيار کړی دی، که څه هم د دفاع او کورنيو وزارتونو چارواکو دا غلا رد کړې او ځينو ويلي چې د تيرو کلونو په نسبت يې چور چپاول کم کړی دی، خو سيګار اداره وايي چې د څار ادارو ضعف د ورته غلاوو لامل دی او ممکن په دې فساد کې لا زياتوالی راشي.
لنډه دا چې له خپلو تمويلونکو سره دغسي بې وفا ملګري هيڅکله د خپل هيواد او هيوادوالو په ښمر ورتلای نه شي او ديني او ملي ارزښتونو ته د ژمنتيا په دعوو يې د صداقت حکم کول ستره ناپوهي ده.
چې داسې ده، نو پرلتوال دې په ايمان ووايي چې پاسنی شعار د ليکلو، زمزمې او بدرګې وړ نه دی؟ او دا غله او مفسدين په دې ارزي چې د خپلواکۍ مبارزين دې په دولتي چوکاټ ورشريک شي؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close