ځینې بې ثبوته مسایل د روژی متعلق

لیکوال م سلیمان حقاني

(۱) مسئله
دسهر داذان په دوران کې خوراک څښاک غلط دی
په ځینو خلکو کې مشهوره ده چې د روژې دپېشمني پر مهال دسهر اذان وشي، نو تر اذان ختمیدو پورې خوراک څښاک کول روا دي، حالانکه مسئله داده چې که دسهر اذان پر خپل وخت وشي، نو بیا یو غړپ اوبه هم څښل ممنوع دي او پانې شو هغه حدیث چې {{کله په تاسې کې یو چا اذان واورېد او لوښی یې په لاس کې و، نو ترڅو یې چې حاجت نه وي پوره کړی، هغه دې نه ږدي}} نو محدثینو ددې حدیث مطلب دا بیان کړی چې ددې نه هغه اذان مراد دی چې له وخت (صباراختلو) څخه دمخه شوی وي.
في سنن أبي داود ج: ۱ص: ۳۴۱
عن أبي هریرة قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم إذا سمع أحدکم النداء والإناء علی یده فلایضعه حتی یقضي حاجته منه.
وفي الحاشیة: قوله فلا یضعه الخ قال البیهقي: ان صح هذا، یحمل عندالجمهور علی انه صلی الله علیه وسلم قال حین کان المنادي ینادي قبل طلوع الفجر.
ترجمه: له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی هغه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي
(( چې کله په تاسې کې یو چادصبا اذان واورېد او لوښی یې په لاس کې و، نوترڅو یې چې ترې حاجت نه وي پوره کړی، هغه دې نه ږدي))
په حاشیه کې دي: امام بیهقي ویلي دي چې: که دا حدیث صحیح شي، نودا حدیث محمول دی پر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حدیث په هغه وخت کې ویلی دی چې کله اذان کوونکی دصبا راختلو څخه دمخه اذان کوي.
(۲) مسئله
پر ماشوم دروژې ماتولو قضا نشته
دځینو ښځو داخیال دی چې کوم ماشوم د رمضان المبارک په میاشت کې له نیمې ورځې وروسته روژه ماته کړي، نو کفاره پرې لازمېږي، حلانکه صحیح مسئله داده چې صغیر کله هم روژه خرابه او فاسده کړي، نو کفاره لاڅه، چې قضا هم پرې نشته.
في المجموع شرح المهذب ج: ۷ص: ۴۱۰
الصبي إذا أُفسد حجه بالجماع هل یجب القضاءُ؟ فیه قولان أحدهما لا یجب لأنه عبادة تتعلق بالبدن فلایجب علی الصبي کالصوم
ترجمه: پر ماشوم چې کله حج په جماع سره فاسد شي، آیا قضا واجب ده؟ نو په دې کې دوه قوله دي، یو له هغو څخه دادی چې قضا واجب نه ده، ځکه چې حج داسې عبادت دی چې له بدن سره تعلق لري، نو پر ماشوم قضا واجب نه ده لکه روژه، یعنې لکه څنګه چې ماشوم روژه ماته کړي، نو قضا پرې نشته.
وفي رد المختار ج: ۲ص:۱۱۷
وفي أحکام الاتسروشني الصبي إذا أفسد صومه لا یقضي لأنه یلحقه في ذلك مشقة بخلاف الصلاة فإنه يؤمر بالاعادة لانه لا یلحقه مشقة.
ترجمه: په احکام اتسروشني کتاب کې دي چې ماشوم کله روژه فاسده کړي، نو قضا دې نه راوړي؛ ځکه چي په دې کې هغه ته مشقت رسېږي په خلاف دلمانځه (چې دلمانځه دراګرځولو حکم به ورته کولی کیږي؛) ځکه چې په دې کې ورته مشقت نه رسېږي.
(۳) مسئله
دبل چا روژه ماتی قبلول پکار دي
داخبره غلطه ده چې باید څوک دبل په خوراک، روژه ماته نه کړي، چې بیا دروژې ثواب د ډوډۍ خاوند ته رسېږي، ځکه چې که دډوډۍ خاوند ته دروژه دار دروژې ثواب رسېږي، خو پخپله د روژتي دروژې په ثواب کې هېڅ کموالی نه راځي، نو دخیر خواهۍ په خاطر دبل چا روژه ماتی قبلول پکار دي.
عن زیدبن خالد الجهني قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من فطّر صائماً کان له مثل أجره غیر أنه لا ینقص من أجرالصائم شیئاً قال أبو عیسی: هذا حدیث حسنٌ صحیح.
ترجمه: له زید ولد خالد جهني رض څخه روایت دی هغت وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې: چا یو روژتي ته روژه ماتی ورکړ، نوهغه لپاره دروژتي اجر په برابر اجر دی لاکن دا د روژتي له اجره هېڅ شی نه کموي. ابو عیسی وایي: دا حدیث صحیح حسن دی.
وفي التنویر شرح الجامع الصغیر چ: ۱۰ص: ۳۲۹
وینبغي للصائم قبول ما یعطاه أن یفطر به إعانة لأخیه علی الآخرة وإجابته إن دعاه للعشاء.
ترجمه: روژتي ته چې څه شی ورکړی شي چې روژه پرې ماته کړي نو پکار ده چې له خپل ورور سره داخرت په ثواب کې دکومک په خاطر یې قبول کړي او که دشپې ډوډۍ ته یې را دعوت کړي نو باید قبول یې کړي
ماخذ بې ثبوته مسایل

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close