اى بې خبره،دا د الله ج نصرت دی

ليکوال : افتخار حسن شينوارى

شاوخوا ولّس کاله مخکې په ګران هېواد افغانستان کې يو اسلامي نظام وو،داسې هېواد چې پر مخ د ځمکه الله ج ته ډېر محبوب وو،
ځکه د الله ج هر امر او حکم به پکې عملي کېدو،
د دونيا ټول مسلمانان الله عزه وجل د امير المٶمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په قيادت کې سره يوځاى کړل،
خو دا اتفاق کفارو ونه زغملې شوو،او ددې د منځه وړلو لپاره يې بعضې بې ضميره مسلمانان خپل لاس کې واخيستل،په اسلامي اتلانو يې تورونه ولګول،هغوئ يې تور لېسټ ته واچول،او تش په نامه مسلمان حکومتونو يې هم ملاتړ وکړو،
او بيا يې په ګران هېواد حمله وکړه،د افغانستان اسلامي خاوره يې د اشغال لاندې راوسته،خو الله عزه وجل په مرسته لکه څنکه چې شورويان مات شوي وو،همدا شان د دوى هم هماغه حالت دې،
دوى فکر کوو چې د افغانستان نيول اسان کار دې،خو دوى پدې نه پوهېدل چې د اسلامي امت هر بچې د دوى په مرګ کې جنت ويني،
دوى ددې خاورې دا فدايان نه وو ليدلي،دا ځوانان چې د خپلو د ګل پشان ځوانيو نه د اسلام او هېواد پخاطر تېر شوو،
خو پدې يې هم کار ونشوو وخت په وخت يې خپله ستراتېژي بدله کړه،تبليغات يې شروع کړل،خو څه فايده يې ورته ورنکړه،
کله به يې ويلې چې دا فدايان نشه کوي،خو دومره يې عقل نشته چې نشه انسان کله خپل هدف ته رسېدلې شي هغه خو په خود نه وي بيا،
کله به يې ويلې چې د غېرت درمل ورکوي چې دوئ ورسره جذباتې کېږي،او بيا ښه جنګ کوي،خو دومره نه پوهېږي چې داسې کوم درمل شته هم نه او د طب له نظره دا هسې تبليغات دي،
چې دې ټولو تبليغاتو کار ورنکړ،نو بيا يې طالبان د نورو هېوادونو جاسوسان وبلل،خو دومره نه پوهېږي چې څنکه يو انسان د يو پيکاه ټوپک او موټر سائېکل سره د 52 هېوادونو په لاس جوړ شوي،نظام سره جنګېږي،دومره ټېکنالوژي دومره مهمات خو چې د طالب د پاک او سپېڅلي جهاد مقابله يې ونکړې شوه نو اوس يې نورو هېوادونو پورې تړي،
د قندوز،فراه،غزني په فتحه کولو سره طالبانو دې نظام ته وښودله چې په کمه ورځ امريکا ددوى ملاتړ پرېښود هغه به ددې نظام اخرنۍ ورځ وي،او دا ورځ راروانه ده لکه څنګه چې اوس امريکا چېغي وهي،
چې سوله کوو،او په قسماقسم طريقو غواړي چې خپلې مردارې خپې په داسې طريقه ددې هېواد څخه وباسي،
ان شاءالله د غزني د عملياتو وروسته مکار دوښمن ډېر ورخطاء دې،
او دې جنګ له اوس داسې رنګ ورکوي چې دلته پاکستانيان راغلي وو،او هغوئ دا جنګ پر مخ وړلو،
خو که سترګې پټې نه کړو،نو په يو ټوپک او سپېڅلې عقېده يې پينځه ورځې امريکا او ګوډاګيان يې د غزني تارېخي ښار څخه لرې ساتلي وو،خو چې ولس ته نقصان رسېدو او اشغالګرو او ګوډاګيانو يې د طالب بدل له ولس څخه اخيسته،نو طالب ځواکونو شاتګ وکړ،
دې لپاره چې ولس ته نور نقصان ونه رسېږي،
پدې پېنځه ورځو کې طالب ځواکونو امريکا ته وښوده چې دلته د محمود غزنوي بچيان لا ژوندي دي،پدې خاوره د حکومت کولو خوب له زړه وباسۍ،
ګوډاګيان تر اوسه نه پوهېږي،چې طالب ځواکونو سره د الله عزه وجل نصرت دې،که دوى سره دا ټوله نړۍ هم شي شکست به خوري،
ان شاءالله يو ځل بيا په ګران هېواد د اسلامي امارت اسلامي او شرعي نظام راروان دې،د ودان افغانستان په هېله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close