مسوولين: په کندهار کې ۱۲۰ ښوونځي تړل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۳)

د ولسي جرګې او د کندهار د معارف مسوولين وايي، چې د نا امنيو، د تشکيلاتو د نه شتود، د درسي موادو او د ښوونځيو د ودانيو د نه لرلو له کبله په کندهار ولايت کې له سلو زيات ښونځي تړل شوي دي.

د مسوولينو په وينا، د دغه ښوونځيو د تړلو له کبله زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.

د ولسي جرګې د معارف کمېسيون غړی عبدالقادر بالاکرزی وايي، په کندهار کې د ښوونې وضعیت تر ټولو په خراب حالت کې دی په وينا يې نا امنۍ په زياتو سيمو کې ښوونځي تړلي، معلم او کتاب نشته، ښوونځي ودانۍ نه لري، حکومت نوي تشکيلات نه لري، په همدې اساس ۱۲۰ ښوونځي تړل شوي دي.

د معارف رياست د معلوماتو له مخې، په کندهار کې د ۴۷۲ ښوونځيو څخه درې سوه شل ښوونځي پرانيستې دي، یوسل او شل نور د بېلابېلو لاملونو له وجهې تړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د کابل والي هم ويلي و، د دغه ولايت په ولسواليو کې ۱۶۸ ښوونځي ودانۍ نه لري او د ښوونکو او کتابونو له کمبود سره مخ دي.

تر دې مخکې هم د ځينو ولايتونو د پوهنې مسوولينو شکايتونه کړي چې ډيری ښوونځي ودانۍ نه لري، ښوونکو ته معاشونه پر وخت نه ورکول کېږي، درسي کتابونه او نور ډول ډول مشکلات دي چې حکومت ورته هيڅ پاملرنه نه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close