”اسراییل داسې توغندی جوړوي چې منځني ختیځ کې هر ځای ویشتلای شي“

د اسراییلو دفاع وزیر ویلي چې هېواد یې د یوه داسې میزایل نظام په چمتو کولو لګیا دی چې په منځني ختیځ کې به هر ځای په اسانۍ سره پرې ویشتل کېدای شي.

د اې ایف پي خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییلو دفاع وزیر، ایویګډور لیبرمېن، ویلي چې د اسراییلي پوځ صنایع د دې توغندیو پر جوړولو اخته دي او څو کاله وروسته به دا میزایل سیسټم اسراییلي پوځ ته وسپارل شي.

د لیبرمېن په خبره، په نوې ټکنالوجۍ دا سمبال توغنديز سیسټم به ”د خپل هدف د سم ویشتلو پوره توان او ځواک ولري.“

لیبرمېن ویلي چې پر دې پروژه به ”سلګونه میلیونه شیکل“ ولګول شي. (د اسراییلو یو شیکل ۳،۶۳ امریکايي ډالره کېږي.)

لېبرمین زیاته کړې، د دې توغندي یو څه برخه مخکې لا چمتو شوې ده او څه نوره برخه یې اوس تر څېړنې لاندې ده. ”موږ یو داسې نوی او سم نښه ویشتونکی توغندیز سیسټم ترلاسه کوو چې په راتلونکو څو کلونو کې به اسراییلي ځواکونو ته دا توان ورکړي چې په سیمه کې هر ځای په سمه توګه په نښه کړي.“

اسراییل د منځني ختیځ د تر ټولو ځواکمن پوځ او اټومي وسلو درلودونکی هېواد بلل کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close