دجنرالانو بدلون جګړه نشي ختمولی / نعمان لطیف

نعمان لطیف

سکاټ مېلر دروانې جګړې نهم جنرال دی چې ټاکلی کیږي، باؤر دی چې د نورو په څېر دمېلر انجام هم دی او په پای کې به مېلر هم ومني چې افغان جګړه کې غوڅ مات یو
که څه هم دځینو په تعبیر روانه جګړه بین الافغاني ده. درحالیکې دجګړې ټوله رهبري له امریکا کیږي او قومندانان ورته له پنټاګان ټاکلی کیږي

اوس کابو ټولې نړۍ، او خپله امریکایانو درک کړې ده چې له طالبانو افغان جګړه نشي ګټل کېدلای او طالبان د انزوا په ځای ورځ تر بلې پر مخ روان دي؛ په داسې بې باوره حالت کې به سکاټ مېلر څنګه وکولای شي روانه جګړه د امریکا په ګټه وڅرخوي؟

په روانه جګړه کې دصلیبي جنرالانو تېر ته که وګرځو، دوی هر یؤه له میدانه تېښته کړې ده او دجګړې ګټلو لپاره یې له چپې خوا کار اخیستي دی
هر یؤه یې سازشونو ته مخه کړې ده، هر يؤه وژونکي سازشونه کارؤلي او فتنې یې منځ ته راوړي دي چې تر ټولو خونړۍ یې دجنرال پټریاس او جنرال نیکولسن هغه دي

دجنرال پټریاس له لورې د اربکي پروژه، او د جنرال نیکولسن له لورې د خلافت د مدعیانو داعشي پروژه یو پر بل پسې له ناکامۍ سره مخ دي، او په ضمن کې د طالبانو د پرځولو لپاره دنورو جنرالانو له لورې، خپل وخت کې پر لار اچول شوې پروژې هم منزوی شوي او ناکامه شوي دي؛ پوښتنه داده چې سکاټ مېلر به له ځانه سره کومه سازشي پروژه راوړې وي، او که به له تعقل کار واخلي؟!

څو ورځې وړاندې طالبانو دغرني په ښار برید وکړ، طالبان په څو ساعتونو کې د ښار تر زړه ورسېدل، یو پر بل پسې یې حکومتي ودانۍ ونیولې او په دوهم ځل یې زندان مات کړ
کله چې د امریکایانو د یو مخیز بمبار او دحکومتي عسکرو د ړندو توپونه له امله چې عوامي املاک یې له منځه وړل، طالبانو ښار پرېښود او دښار څنډو ته وګرځېدل؛ دجالي رسنیو د مزدورو چارواکو له خولو غوغا جوړه کړه چې ګویا د غزني جګړې ته پاکستاني جنرالان راغلی ؤ

دوی ټول پوهېږي چې: دا څه چې وایي درواغ یې وایی او غزني ته دپاکستاني پوځیانو رسېدل، هلته دطالبانو په ملتیا جنګېدل، افغان عسکر په شاه تمبؤل او وژل دحکومت لپاره دغزني تر سقوط زیاته دشرم خبره ده خو که دوی شرم درلودلای؛ اصلاً داسې بې مرؤته او بې شرمانه اوازې ګډول او د افغانانو مشروع مقاومت پردیو ته منسوبؤل د مات شویو غربي جنرالانو په فرمایشونو ترسره کیږي
سکاټ مېلر ته نور هیڅ نه دي ورپاته او ټول تمرکز به یې په بې رحمانه بمبار او درواغجنو تبلیغاتو وي، او هره ورځ به د طالبانو په لیکو کې د بې اتفاقۍ را منځ ته کېدلو، او پاکستاني، روسي او ایراني پوځیانو دشتون اوازې ګډوي

سکاټ مېلر ته پکار ده د سازشونو او جګړئیزو پروژو په ځای دجګړې ختمولو ته کار وکړي، ترڅو له دې اضافي جګړې هم افغانان خلاص شي او هم د امریکایانو له اوږو دجګړې ملا ماتونکي مصارف لري شي.

حقیقت همدا ده چې صلیبیانو زموږ په هېواد کې پیل کړې ناروا جګړه بایللې ده او دجنرالانو په بدلون نه جګړه ګټلی شي او نه یې پر وړاندې مشروع مقاومت له منځه ځي
پس له دې نه سازشونه انتن ورکوي او نه افغان ولس ددوی په درواغجنو تبلیغاتو باؤر کوي؛ غوره داده چې دکابل واکمنان هم له اضافي حماقت صرف نظر وکړي او په بادارانو غږ وکړي چې د کشالې د ختمولو لپاره دطالبانو سره مخامخ خبرو ته کښېني

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close