امریکا تښتېدلى خلیلزاد بيا پر شا وټپاوه

 سرليکنه

امریکا پرېکړه کړې چې افغان الاصله امريکايی، زلمى خليلزاد، د بهرنيو چارو په وزارت کې د افغانستان لپاره سلاکار وټاکي څو د امريکا له بهرني وزير، مايک پامپيو، سره په بهرنيو مسايلو، او په ځانګړې توګه د افغانستان په مسئله کې، مرسته وکړي.

پاکستان ته د مایک پامپیو د لومړي سفر پر مهال خليلزاد له امريکايي پلاوي سره مل و څو له پاکستاني چارواکو سره د پاکستان- امريکا د مسايلو ترڅنګ د افغان مسئلې په اړه له خپلو تېرو تجربو ګټه پورته کړي او له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د پخلاینې په اړه مرسته وکړي.

خليلزاد له ٢٠٠٣ تر٢٠٠٥ زېږدیز کال پورې په افغانستان کې د امريکا سفير ؤ. هغه مهال په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ناټو ټول اشرګړي (١٢٠٠٠٠) پوځيان موجود وو، او د طالبانو پر سنګرونو یې هر ډول له ځان سره راوړې وسلې ازمويلې.

زلمي خليلزاد څه د پاسه دوه کاله په افغانستان کې د سفارت دنده ترسره کړه، خو امريکا چې په کومه موخه افغانستان ته رالېږلې ؤ هغه موخه یې ترلاسه نه کړای شوه، چې بالآخره یې له افغانستانه عراق او له عراقه یې ملګرو ملتونو ته د استازي په توګه ولېږه.

زلمي خليلزاد ولې په خپله دوه کلنه دوره کې امريکا ته ګټه ونګړه؟ زلمى خليلزاد په خټه پښتون افغان دی، د افغانانو له ټول کلتوره خبر دی. هغه څه چې په افغانستان کې یې امريکا غواړي، هیڅ یو افغان یې تر وروستۍ ساه پورې نه ورسره مني. که امريکا هر څو په افغانستان کې خپل جنرالان او د بمونو میندې يا نياګانې وازمويي، افغان مجاهد ولس نشي اېل کولاى. د همدې درک له امله، زلمي خليلزاد له افغانستانه وتلو ته زړه ښه کړ، خو امريکا یې تراوسه پورې له حقيقته نه ده خبره کړې ځکه یې په دويم ځل د بهرنيو چارو په وزارت کې د افغانستان لپاره سلاکار وټاکه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير، مايک پامپيو، په رښتيا د افغانستان له تاريخ او د افغانانو له کلتوره ناخبره دی چې خليلزاد ته یې د افغانستان د مسئلې په اړه زړه ښه کړ. خو په تېره دوه کلنه سفارتي دنده کې چې څرنګه زلمى خليلزاد په بشپړه ناکامۍ له افغانستانه ووت، دا ځل به خلیلزاد او پامپيو دواړه په خپلو خپلو دندو کې له ناکاميو سره مخ کيږي.

د افغانستان لپاره د امريکا دوو ځانګړو جنرالانو، کمپبل او نیکولسن، اعتراف کړی چې افغانستان له يوه سخت حالت (پېچلي وضيعت) سره مخ دی. پامپيو چې خليلزاد د افغانستان په چارو کې د خپل لاس امسا غوره کړه سره د دې امسا له درلودلو سره سره به، د افغانستان په مسئله کې له ګړنګه غورځي.

د امریکا نظر دا دی چې سکاټ ميلر او پامپيو به په افغانستان کې په خپلې سخت دريځۍ سره ډيرې لاسته راوړنې ولري، يا به طالبان له افغان حکومت سره سولې ته چمتو کړي او يا به یې په پوځي فشار له منځه يوسي. خو همدا ډول خوبونه څو واره امریکا مخکې وليدل، چې تعبيرونه یې افغانستان ته د نورو پوځونو په رالېږلو سره بيا هم د امريکا لپاره په تاوان تمام شول.

د خليلزاد ټاکل کېدو ته افغان چارواکي ناڅي، وايي چې خليلزاد د افغانستان په چارو کې زړه تجربه لري او پر ګاونډيانو به  فشار راوړي چې پر طالبانو هغه څه ته د غاړې ايښودلو لپاره زور وکړي چې دوی غاړه نه ورته ږدي.

خليلزاد به د امريکا په بهرنۍ پاليسۍ کې مخينه او تجربه لري، خو په ٢٠٠٣ز کال کې افغانستان له دومره سخت ترېنګلي وضعيت سره مخ نه و لکه اوس چې ورسره مخ دب؛ نه د کابل حکومت دومره مخ په زوال روان و. خليزاد ته به په افغانستان کې د امریکا د سلاکار په توګه دنده ترسره کول ستونزمنه شي. د خليلزاد لپاره ډېره ستونزمنه ده چې د افغانستان مسئله له داسې پېچيلي وضعيته وباسي، او طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو کړي. هو، داسې کېداى شي چې په لنډمهاله توګه پامپيو د خليلزاد له تېرو تجربو ګټه واخلي او بيا یې پر بله دنده وګماري.

که خليلزاد هر څو د امريکا څلورو ادارو کې د کار تجربه لري، خو ناکامي یې تر راتلو مخکې لا ليدل کېږي. امريکا په افغانستان کې له ټول افغان ولس سره په جګړه بوخته ده. په هيڅ صورت سره افغان ولس د امريکا جغ ته سر په جغونډي نه وروړي.

زلمی خليلزاد، چې اوس امريکا له افغانستانه تر تيښتې ورسته يو ځل بيا پر شا وټپاوه، د پخواني حکومت له مشر حامد کرزي سره هم ژور اختلافات لري، او په وار وار یې يو پر بل نيوکې هم کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close