د اسلامي نړۍ د علمي او جهادي اُفق نه يو ځلانده ستورې پرېوت

مولوي عبدالباقي “حقاني”

د اسلامي نړۍ د علمي او جهادي اُفق نه يو ځلانده ستورې پرېوت :
إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ
الحمدلله الذي صدق وعده ، و نصر عبده ، و هزم الأحزاب وحده، والصلاة والسلام على قائد المهاجرين والمجاهدين، محمد وآله وأصحابه أجمعين وبعد !
په داسې حال کې چې د افغانستان په سر زمين د اتلس (١٨) کلونو څخه راپدېخوا د عالم کفر سره د افغانستان مومن غيرتي او په اسلام مين اولس په جهاد بوخت دى، که يوې خوا ته ګران هېوادوال د جهادي سنګر تکليفونه زغمي؛ په هر کور کې د جهادي قربانيو آثار په سترکو کيږي خو د بلې خوا نه يې دښمن هم د الله تعالى په نصرت د شکست او رسوايۍ په درشل ودرولى دى.
مونږ د نړۍ په کچه د جهادي پېشوا او د کفري نړۍ د سترګو ازغى الحاج مولوي جلال الدين حقاني صاحب – نورالله مرقده – د وفات خبر اورو.
موصوف د خپل وخت يو شخص نه ؤ بلکه يوه نظريه ده، حقاني صاحب د لسګونو مدرسو، د سلګونو مساجدو، لسګونو عصري او عام المنفعة ادارو باني او اکمالوونکى ؤ.
په اسلام مين او د علم عاشق ؤ ، دژوند ټولې شيبې يې د اسلام خدمت او جهاد ته وقف کړې وې د جهادي ميدان داسې سر لښکر ؤ چې بديل يې ناشونى ښکاري .
د ده وفات دخبر په اورېدو سره بلا شکه د اسلامي نړۍ عموماً او د جهادي ميدان د غازيانو زوړنه ودردېده او د يو بې مثاله جهادي قيادت څخه محرومه شو .
خو د بلې خوا نه د خوشحالۍ خبره داده چې محترم حقاني صاحب چې د کوم هدف لپاره جهادي محاذونه ګرم ساتلي ول الحمدلله هره ورځ او هر ساعت د مجاهدينو دکاميابيو خبرونه هم د مسلمانانو تر غوږو رسيږي.
همدارنګې دجهادي نړۍ لپاره د تسليت او خوښۍ خبره دا هم ده چې حقاني صاحب خپل اولاد په داسې جهادي روحيه تربيه کړى چې د ده په نه وجود کې په جهادي محاذونو هېڅ اثر نه پرېوزي.
حضرت حقاني او د ده بي بي په اسلام او جهاد دومره عاشقان ؤو چې خپل اولاد يې په داسې اسلامي او جهادي نظريه وروزل چې اسلامي امت ته يې درس ورکړو، د دوي او د دوي اولادونو د صحابه کرامو رضى الله عنهم د ژوند يوه نمونه اُمت ته وړاندې کړه، د نمونې په توګه :
الف : د حضرت خالد، حضرت عمرو او حضرت ابان رضى الله عنهم چې د حضرت سعيد بن العاص رضى الله عنه زامن درې واړه وروڼه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د وفات څخه وروسته مدينې منورې ته راغلل او د رسول الله صلى الله عليه وسلم له خوا نه ورته ورکړل شوي منصبونه يې پريښودل ، حضرت ابوبکر صديق رضى الله عنه پرې ټينګار وکړ چې تاسو په خپلو منصبونو خدمت وکړئ، درې واړو وروڼو ورته وويل : مونږ جهاد ته ځو، جهاد کوو او په منصب باندې نه پاتې کېږو، حضرت ابوبکر صديق رضى الله عنه درې واړه شام ته ولېږل او هلته درې واړه په جهادي ميدان کې برخمن شول او بلآخره شهيدان شول – رضى الله عنهم وأرضاهم – .
همدارنګې د حضرت حقاني صاحب څلورو زامنو د جهاد او شهادت په جذبه خپل ځانونه د الله تعالى په لاره کې قربان کړل او د يادو صحابه کرامو رضى الله عنهم تاريخ يې راژوندى کړ، چې دا د حضرت حقاني صاحب د کاملې روزنې اثر ؤ.
ب : حضرت خنساء رضى الله عنها دحضرت عمرو بن حارث لور وه ، صحابيه او مشهوره شاعره وه دخپل قوم “بني سليم ” سره رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغله او ددوي سره يې يوځاى ايمان راوړ ، رسول الله صلى الله عليه وسلم به د خنساء رضى الله عنها اشعار ډير خوښول او د شعر ويلو غوښتنه به يې ترې کوله .
د قادسية په غزا کې د خپلو څلورو زامنو سره شريکه شوې وه .
يوه شپه يې خپلو څلورو زامنو ته داوږد نصيحت څخه وروسته وويل :
وقد تعلمون مايعدالله للعلمين من الثواب الجزيل في حرب الکافرين ، واعلموا أن الدار الباقية خير من الدار الفانية ، يقول الله تعالى ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اصْبِرُواْ وَصَابِرُواْ وَرَابِطُواْ وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾ ، فإذا أصبحتم إن شاء الله سالمين فاغدوا إلى قتال عدوّکم مستبصرين ، وبالله على أعدائه مستنصرين ، فقاتلوا قتال الأبطال حتى استشهدوا جميعا ، وعند ما بلغها الخبر قالت : الحمد لله الذي شرفني بقتلهم و أرجو من ربي أن يجمعني بهم في مستقر رحمته .( أعلام النساء ج ١ ص ٣٦٠-٣٧١).
تاسو ته د الله تعالى هغه وعده معلومه ده چې د مسلمانانو سره يې د کفارو سره د جنګ په عوض کې کړې ده ، تاسو په دې پوه شئ چې هغه کور چې د هميشه پاتې کيدو دى ( قيامت ) د هغه کور څخه ښه دى چې فنا کيدونکي دى ( دنيا) ، الله تعالى فرمايي :
که د الله تعالى اراده وه او تاسو په عافيت سره شپه تيره کړه نو سبا ته به ټول ورونه د دښمن سره جهاد لپاره د اُحد ميدان ته ووځئ او د الله تعالى څخه به په خپل دښمن د کاميابۍ سوال وکړئ .
ټولو ورونو د خپلې مور د وصيت او حکم په اساس د کفارو سره د پهلوانانو په شان جهاد وکړ او په آخر کې څلور واړه ورونه شهيدان شول ، کله چې خنساء رضى الله عنها ته د خپلو څلورو زامنو د شهادت خبر ورسيد نو وې ويل : هغه ذات لره حمد وثنا ده چې زه يې د خپلو څلورو زامنو په شهادت عزتمنده وګرځولم ، د خپل رب څخه دا اميد ساتم چې ما به د خپلو زامنو سره په جنت کې يوځاى کړي .
خنساء رضى الله عنها هغه مسلمانه ښځه وه چې د څلورو زامنو په شهادت خوشحاله ده او خفه نه ده او همداخنسا رضى الله عنها وه چې د اسلام څخه وړاندې د جاهليت په دور کې د خپل ورور صخر په مرګ يي دومره ژړل چې نزدې وه چې د ډير غم د لاسه مړه شوې واى ، د اُحد په ميدان کې يې څلور زامن شهيدانيږي خو بيا هم رسول الله صلى الله عليه وسلم ته جرأت ورکوي او ورته وايي :
کل مصيبة بعدک جلل يا رسول الله . (سيرة ابن هشام ج ٣ ص ١٠٥) .
ستا د مصيبت څخه ما ورىٰ ټول مصيبتونه مونږ ته معمولي او واړه دي .
د حضرت حقاني صاحب بي بي اُمت ته د حضرت خنساء رضى الله عنها تاريخ را ژوندى کړ د اُمت او د مجاهدينو ميندو ته يې د اسلامي غيرت درس ورکړ، الله تعالى دې يې تر ډېر وخته پورې د صحت په لباس کې ژوندۍ ولري.
د مجاهدينو لپاره دا دتسلۍ او خوښۍ مقام دى چې که د حقاني صاحب د وجود تشه راغله خو د ده اولادونو او خاندان د حقاني صاحب جهادي محاذ ګرم ساتلى، د اسلام او جهاد دښمنان دې د حقاني صاحب په وفات نه خوشحاليږي دحقاني صاحب په زرګونو تربيه شوي غازيان د ده ځاى ناستي دي.
د جهادي ميدان خواخوږو، غازيانو، خپلوانو، دوستانو او په ځانګړې توګه د مرحوم اولادونو او کورنۍ ته د الله تعالى څخه د جميل صبر، د اجرونو او ثوابونو غوښتونکى يم.
الله تعالى دې د مرحوم درجات عالي کړي او ددوي د نيکو اعمالو په وسيله دې الله تعالى په افغانستان کې ډېر زر اسلامي نظام حاکم کړي.
الله تعالى دې دمرحوم ټولې آرزوګانې او جهادي اُميدونه پوره کړي. آمين يارب العالمين
وصلى الله تعالى على خير خلقه محمد وآله و أصحابه أجمعين
مولوي عبدالباقي “حقاني”
د دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک د سياسي علومو استاذ
سه شنبه / ٢٤ / ذوالحجه / ١٤٣٩هـ ق ٤/٩/٢٠١٨م

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close