واشنګټن پوسټ: د افغانستان لپاره خلیلزاد یو کرت بیا

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۱۸)

واشنګټن پوسټ: د افغانستان لپاره خلیلزاد یو کرت بیا

واشنګټن پوسټ د سپټمبر پر ۲۶ لیکي کله چي په ۲۰۰۱ کي متحده ایالاتو افغانستان اشغال کړ، خلیلزاد د افغانستان لپاره د جمهورریس بوش خاص استازی سو، او وروسته بیا هلته د امریکا سفیر سو. د جمعې په ورځ، خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت یو ځل بیا د خاص استازي په توګه لوړه یاده کړه. که څه هم هغه خوشبین دئ، خو وايي چي دا پلا به مشکلات ډیر وي. دی وايي،«داسي ښکاري چي طالبان سیاسي مصالحه غواړي. دا وار دا زما وظیفه چي دواړي خواووي یوې موافقې ته ورسېږي.»

ورځپاڼه لیکي چي خلیلزاد اوس په نیویارک کي دئ، او د افغان او په سیمه کي د نورو هیوادونو له دپلوماتانو سره ګوري. هغه وايي اوس لا وختي دئ چي دا وویل سي چي د سولي مذاکرات به څه ډول شکل غوره کړي، خو هغه د مسکو په ناسته کي د متحده ایالاتو ګډون رد نه کړ.

ویل کېږي چي د مسکو په مجلس کي به ایران او طالبان دواړه برخه واخلي. خلیلزاد وايي،«د دې جنګ د ختمولو لپاره موږ باید د طالبانو سره خبري وکړو. موږ باید پدې ځان ډاډه کړو چي افغانستان بیا د تروریسټانو په ځالي بدل نه سي. همدا زموږ د ملي امنیت لپاره خاص اهمیت لري. او همدا په افغانستان کي زموږ ستره ملي ګټه ده. په افغانستان کي باید یوه داسي روغه جوړه وسي چي زموږ قرباني هدر ولاړي نه سي. په هر صورت کي، طالبان د دې پروسې یو جز دئ.»

واشنګټن پوسټ لیکي خلیلزاد وروسته لسو کالو بیا په حکومت کي کار کوي، او د هغه انتخاب پاکستان ته یو ځانګړی پیغام هم لري. په امریکايي دپلوماتانو کي خلیلزاد د پاکستان له سختو منتقدینو څخه دئ. هغه وايي،«زه امید لرم چي پاکستان به یو نوی فصل پرانزي. هغه وايي پاکستان مااو خارجه وزیر پامپيو ته وویل چي د افغان کشالې ختمول غواړي.»

خلیلزاد علاوه کوي چي د افراطیت سره په مجادله کي د روسانو د همکارۍ کولو چانس زیات دئ. هغه وايی امریکا به کوښښ وکړي چي له روسانو سره ګډ کار وکړي.

خلیلزاد وايي په افغانستان کي د ملي وحدت احساس قوی دئ، خو د هغه په یاد دي چي یو وخت افغانستان دوه بېرغونه لرل. دوې پیسې ئې لرلې. او څو فوجونه ئې لرل. خو افغانان بیا هم سره یو ځای سول.

هغه وايي،«تاریخ ماته امید راکوي. خو نن سبا د افغانستان سیاسي واقعیت دا دئ چي قومي احساسات سیاسي سوي دي. سکتوري احساسات په سیاست ګډ سوي دي. خو د افغانستان لپاره یو ګډ ویژن ته اړتیا سته. دا به د افغان مشرانو لپاره یو چلنج وي.‌ایا هغوی به دا خبره درک کړي؟ زه هیله لرم چي هغوی دا احساس ولري،‌ او موږ به د هغوی سره مرسته وکړو.»

ـــــــــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close