اخ د جهاد ټیکه‌دارانو!/ هېواد ریان

له پخواني شوروي اتحاد سره زموږ جهاد برحقه و. روسانو زموږ خاوره اشغال کړې وه او موږ د خپلې خاورې په دفاع کې دوه میلیونه شهیدان، درې میلیونه کډوال، دوه میلیونه معیوب او یو جوړ افغانستان سل کاله په شاتگ کې په قرباني کې ورکړ. دا چې جهادي مشرانو موخې جلاوې او د خپلو مجاهدینو بې‌ساري قربانۍ ته یې ونه کتل، داد هغوی ستونزه وه او په اخېرت کې به زموږ د ټولو رب ته ځواب حتماً وايي.

زموږ له برکته یوازې افغانستان د روسانو له یرغله ازاد نه شو، بلکې د منځنۍ اسیا ټولو هېوادونو خپلواکي واخیسته، خو له موږ سره ټولو ناځواني وکړه او زموږ دومره قرباني یې هېرې کړې، آن افغان جهادي مشرانو هم او په خپلو کې سره واوښتل.

اسلام له کفري هېوادونو سره د اړیکې په ټینگولو کې خپل حدود لري. له دغو حدودو به نه مخکې ځو او نه به شاتگ کوو. اسلام له کفارو سره د راکړې ورکړې مخالف نه دی، دغه اړیکې به یوازې د سوداگرۍ، صنعت او د اسلامي حدودو په مراعت کولو روانې وي او خپل ارزښتونه به نه بایلو.

په اوسنۍ زمانه کې د اسلامي هېوادونو مشران له حده ډېر تېری کوی. مخکېني ولسمشر حامد کرزي یوه اوونۍ وړاندې په هندوستان کې د سکهانو سره د هغوی په مراسمو کې ونډه واخیسته او د سکهانو ټول دودونه یې عملي کړل. دغه ډول کړنې په یو مخیز ډول د رد وړ دي؛ ځکه کرزي له حده ډېر انحراف وکړ او د ۳۲ میلیوني مسلمان هېواد د یوه تبعه سره داسې په کار نه وو.

له تېرې ورځې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د چین په سفارت کې د شویو مراسمو انځورونه ډېر لربر کېږي، چې  پخوانیو جهادي مشرانو د چینايي نڅاگرو ته ناست دي او «اکروباتیکو » په مراسمو کې یې ونډه اخیستې ده.

په دغو مراسمو کې ډېرو افغانانو ونډه اخیستې وه؛ خو د نیوکې ډېره گوته د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د اجراییه مشر لومړی مرستیال محمدخان او دویم مرستیال محمد محقق او جهادي مشر صبغت الله مجددي ته نیول کېږي. دغه ټول هغه خلک دي، چې همدا اوس د پخواني جهاد له برکته پراخ امتیازات اخلي او پر دې دُنیا ورته ځانونه د جنت ټیکه‌داران ښکاري. اخېرت د ټولو پټ دی، خو دوی باید له خپلو سپینو ږیرو هم شرمېدلی وای او په داسې مراسمو کې یې ونډه نه وای اخیستی، چې د دوی یې هرڅه لوټ کړل.

صبغت الله مجددي هغه څوک دی، چې له امریکا سره یې د امنیتي تړون د نه لاسلیکولو په خاطر هجرت کاوه او اوس هم زرگونه مریدان ورته سجدې کوي. خو دغه خلک بیا هم تېرایستل شوي او خپل حق او ناحق نه پېژني او په داسې خلکو پسې په پټو سترگو روان دي.

عزت او ذلت دواړه الله ﷻانسانانو ته ورکوي. د دغو جهادي مشرانو بې‌عزتي پرون چې څومره وشوه، دغه هم کمه وه او له دې ډېر باید بد یاد شوی وای؛ ځکه دوی د اسلام په نامه خلک راپورته کوي او خپله د فاحشو په مخ کې شپې رڼوي. لوی الله ﷻ دې وکړي چې دوی هم په اخیرت کې له هغو خلکو سره راپورته شي، چې په دې دُنیا له چا سره مینه لري. امین

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close