جمال خاشقجي او افغانستان

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۳۴)

پدې تېرو څو ورځو کي، په ترکیې کي د جمال خاشقجي د قتل حادثې یوه بین المللي هنګامه جوړه کړې ده. ترکي استخبارات وايي چي جمال د سعودي عربستان په قونسګرۍ کي د اکټوبر پر دوهمه وژل سوی دئ، او بیا ئې اره اره جسد ریاض ته انتقال سوی دئ. ترکی استخبارات وايي چي هغوی پدې اړه پوره شواهد لري.

د جمال خاشقجي د قتل مسله دونه ګرمه ده چي حتی جمهورریس ټرمپ ئې هم راښکېل کړی دئ. او امریکا خپل خارجه وزیر ښاغلی پامپيو ریاض ته استولی دئ، څو د دې بین المللي رسوايي مخه ونیسي.

پدې ورځو کي، د جمال او افغانستان په اړه هم جالب معلومات خپاره سوي دي چي د ۱۹۸۰ په کلونو کي په افغانستان کي د هغ فعالیت ښيي. جمال د مدینې په ښار کي زېږېدلی وو. د هغه کوزده وايي چي جمال به مدام د مدینې د ښار او کوڅو په باب په ارمان خبري کولې. د جمال د فامیل رېښې د ترکیې د کیساري ښار ته رسېږي.

جمال قریب ۳۰ کاله په ژورنالیزم، سیاسي فعالیت، او لیکوالۍ بوخت وو. جمال کلونه کلونه د عرب نیوز او الوطن ایډیټر وو. یاران ئې وايي چي هغه یو زړور سیاسي لیکوال وو. د مینځني خیتځ له سیاست سره ژوره علاقه لره. کله چي شهزاده محمد بن سلمان د مخالفان پر خلاف عملیات شروع کړل، جمال خپل وطن پرېښود.

کله چي جمال ۲۰ کلن ځوان وو، هغه په متحده ایالاتو کي سبق وایه، او د اخوان المسلمین یو جذباتي پلوی وو. جمال د خپلي ځوانۍ د عقایدو په باب وايي،«موږ هیلمن وو چي یو اسلامي حکومت یو ځای جوړ کړو. بیا کرار کرار بل اسلامي حکومت په یو بل اسلامي هیواد کي تاسیس کړو. او داسلسله جاري وساتو، څو د بشریت تاریخ بدل کړو.» جمال د ۱۹۸۰ په کلونو کي افغانستان ته څو سفرونه کړي ول. هغه په ځوانۍ کي د اسامه بن لادن یار او همفکره وو. هغه په افغانستان کي د جهاد په دوران کي د خپلو سفرونو په باره کي یوه لیکنه هم کړې ده. اسامه بن لادن او جمال قریب په یوه وخت کي (۱۹۷۰ په اخرو کلونو کي) د اخوان المسلمین غړي سول. هغوی دواړو د افغان مجاهدینو سره کلکه مینه لرله.

خو د ۱۹۹۰ په کلونو کي، کله چي جمال پوخ سو، هغه د سَلَفي جریان پر ضد خبري شروع کړې، او هم ئې د سعودي عربستان حکومت په افغانستان او نورو سیمو کي د مذهبي افراطیانو سره په مرسته کولو تورناوه. که څه هم جمال د سعودي عربستان د حکومت پر خلاف د خبرو کولو په ریسک باندي ښه پوهېدی، خو دا ئې خپله عقیدتي وظیفه ګڼله چي د سیاسي اختناق په مقابل کي دریځ ونیسي. هغه پدې وخت کي پدې عقیده سو چي اسلامي افراطیان سیمه خرابوي، او باید مخه ئې ونیول سي. کرار کرار د جمال خاشقجي افکار بدلېدل، او وروسته پدې باور سو چي د عربو ملکونو لپاره ازادي او دیموکراسي بهترینه سیاسي ګزینه ده، او یوازي دیموکراسي کولای سي چي په عربي ملکونو کي د فساد،‌ اختناق، او سیاسي خوساتوب مخه ونیسي.

د ۱۹۹۰ په کلونو کي خاشقجي دې عقیدې ته ورسېد چي د افغانستان داخلي جنګ یوه فاجعه ده. مشهور امریکايي افغانستان پېژندونکي بارنیټ روبین وايي چي د ۱۹۹۰ په کلونو کي ئې د جمال سره په نیویارک کي ولیدل. ښاغلی روبین وايي،«ما پدې وخت کي پکول پر سر کړی وو، ځکه په نیویارک کي واوره اورېدله.» کله چي ما او جمال روغبړ سره کاوه، هغه راته وویل،«موږ نور پکول نه په سر کوو، ځکه همدې پکول افغانستان تباه کړ.»

کله چي د سپټمبر د یوولسمي تروریسټي حملې وسوې، جمال دا حملې په کلکه وغندلې. هغه په یوه مقاله کي ولیکل چي د سټمبر د یوولسمي اکثره عاملین د سعودي عربستان خلګ ول، او سعودي عربستان او نور عرب هیوادونه باید دا ومني چي اسامه بن لادن پدې حملو سره پر سعودي عربستان او اسلام باندي حمله وکړه.

___________

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close