وال سټریټ ژورنال: د ګوانتانامو پنځه پخواني بندیان د قطر سیاسي دفتر غړي شول

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۵۴)

وال سټریټ ژورنال: د ګوانتانامو پنځه پخواني بندیان د قطر د سیاسي دفتر غړي سول

اخبار د اکټوبر پر ۳۰ لیکي هغه پنځه طالب مشران، څوک چي یو وخت د ګوانتانامو په محبس کي بندیان ول، د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر غړي سول. وال سټریټ ژورنال کاږي چي د واشنګټن او طالبانو تر مینځ د سولي په خبرو کي د هغوی شرکت یو مهم سیاسي انکشاف بلل کېږي.

وال سټریټ ژورنال لیکي دا څرګنده نده چي ایا د ټرمپ ادارې د طالبانو دا اقدام تصدیق کړی دئ او کنه. د قطر سیاسي دفتر پدې اړه سمدستي تبصره نده کړې.

د دې ډلي څلور تنه د طالبانو له مشرانو څخه دي. په سیاسي دفتر کي د هغوی شاملېدل د قطر د دفتر اهمیت لا جګوي، او کېدای سي چي د واشنګټن سره د سیاسي روغي جوړي پروسه لا چټکه کړي، او پر مهمو مسایلو باندي خبري وکړي.

پدې پنځو تنو کي، د طالبانو د فوج پخوانی مشر، محمد فضل، شامل دئ. سیاسي مبصرین وايي چي هغه کولای سي چي د سولي په مذاکراتو کي د طالبانو د نظامي بخش استازیتوب وکړي. ځکه د سولي د پروسې لپاره د طالب قومندانانو حمایت لا نه دئ روښانه.

دا پنځه تنه طالب مشران په ۲۰۱۴ کي هله له ګوانتانامو څخه آزاد سول چي طالبانو د یو امریکايي اسیر په بدل کي آزاد کړ. مګر تر اوسه پوري هغوی په قطر کي نظر بند ول، او اجازه ئې نه درلوده چي سیاسي غونډي تشکیلي کړي او یا سفرونه وکړي.

طالبان له متحده ایالاتو څخه غوښتي دي چي د اعتماد جوړولو لپاره ځیني اقدامات وکړي. فقط څو ورځي مخکي د طالبانو پخوانی مشر مرستیال،‌ ملا عبدالغني برادر، په پاکستان کي له بنده آزاد سو.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد،‌ وايي،«هغوی په دوحه کي د طالبانو د سیاسي دفتر غړي مقرره سول. د هغوی بیا فعالېدل به پراخ اثر ولري.»

وال سټریټ ژورنال وايي تر دې وروستیو وختونو پوري د ټرمپ ادارې نه غوښتل چي دا پنځه تنه طالب مشران دي د سولي په خبرو کي شامل سي، خو د قطر حکومت استدلال کاوه چي د سولي په مذاکراتو کي به د هغوی ګډون مفید واقع سي.

د طالبانو سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کي پرانیستل سو، خو سمدستي د حامد کرزي د حکومت د مخالفت په وجه وتړل سو. له هغه وخت راهیسي، دې دفتر په غیر رسمي شکل فعالیت کاوه.‌

‘Taliban Five,’ Once Held at Guantanamo, Join Insurgency’s Political Office in Qatar

ــــــــــــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close