د افغان غږ – کابل راډیو د نشراتو له مدیر، لیکوال او ښوونکي مولوي عبدالحق حماد سره د مدرسو په اړه د کابل.کام مرکه

په اسلامي نړۍ، د هند په نیمه وچه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې مدرسې څنګه راپیدا شوې؟ مدرسې د اسلامي ټولنې په روزلو کې څومره رول لري؟دا او څو نورې مهمې پوښتنې مو په کابل کې د افغان بنسټ د نشراتو له مدير مفتي مولوي عبدالحق حماد څخه کړې دي.

مولوي عبدالحق حماد د افغان بنسټ اړوند د افغان غږ – کابل راډیو د نشراتو مدیر؛ لیکوال، ژباړن او د افغان بنسټ د هغه درې کسیز ګروپ غړی دی چې د دې ادارې د ښوونيز نصاب لپاره يې شل ټوکه درسي کتابونه ليکلي دي. ښاغلي حماد همداراز د قرآن کريم پښتو روانه ژباړه چمتو کړې، او په خپل غږ کې يې په لوړ کيفيت ثبت کړې، چې د هېواد له مختلفو راډيوګانو څخه خپرېږي.

____________

محترم مولوي عبدالحق حماد صاحب ښه راغلاست! مدرسه یانې څه؟ او دغه راز د مدرسې لنډ شالید باندې که راته وغږېږئ!

ځواب: بسم الله الرحمن الرحيم.

د مدرسو د اهميت، تاريخ، نظام او نورو ډېرو اړخونو په اړه څه موده وړاندې موږ يو پراخ بحث درلود، چې ګڼ شمېر علماوو او پوهانو پکې ګډون درلود او ګټورې مشورې او وړانديزونه وشول. غواړم ستاسو د پوښتنو ځينې برخې هماغه بحث ته په کتو سره ځواب کړم.

مدرسه د انسان جوړونې يوه کارخانه ده چيري چې د اسلام داعيان او ساتونکي تيارېږي. يا په بل عبارت مدرسه د نړۍ برېښناکوټ دی، له دې ځايه ټولې او بالخصوص اسلامي نړۍ ته برېښنا لېږدول کېږي او د همدې برېښنا پر مټ مسلمانان د خپل روح څراغونه بلوي.

مدرسه هغه ځای دی له کوم ځايه چې د ټول انسانيت څارنه کېږي او د مدرسې فرمان پر ټولې نړۍ نافذ دی نه د نړۍ فرمان پر مدرسې.

مدرسه له کوم تمدن سره اړه نه لري چې قدامت يې معلوم کړل شي او يا يې د زوال وېره پيدا شي؛ بلکې مدرسه مخامخ د الله له وروستي پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم سره اړه لري او له هغه څخه سرچينه اخلي.

تر ننه د اسلامي ثقافت د ساتنې يوازينۍ ذريعه همدا مدارس دي، دا خبره تېر تاريخ موږ ته ښه ثابتوي چې کومو قومونو ديني مدرسې له لاسه ورکړي دي هغوی ډېر ژر خپل اسلامي ثقافت او ارزښتونه له لاسه ورکړي دي، د هغو هېوادونو تاريخ که ولوستل شي چې يو وخت د اسلام مرکزونه وو او اوس پکې د قبلې سمت هم په گرانه معلوميږي او اسلام يو پخوانی او هېر شوی مذهب گڼل کيږي؛ د هغوی د زوال پېلامه د مدرسو له زواله وه، د هغه وخت طاغوت، لکه اوسنی؛ په دې پوه شوی و چې ديني مدارس د اسلامي ټولنې روح دی، که مدارس له منځه يووړل شي وگړي يې پخپله هغه چوکاټ ته لوېږي چې موږ يې غواړو.

د اسلام په تاريخ کې مدرسه يا درس خونه له هغه وخت څخه را پيل شوه چې مسلمانانو لا په ډاگه د اسلامي بلنې اعلان نه و کړی، دا هغه وخت و چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په مکه مکرمه کې د صفا غونډۍ تر څنگ د ارقم رضي الله عنه په کور کې مسلمانانو ته د اسلام د لارښوونو او احکامو په اړه درس ورکاوه او هر نوی نازل شوی آيت يې هغوی ته لوست، له هغه وروسته چې په مکه کې د مسلمانانو اوسېدل گران شول او رسول الله صلى الله عليه وسلم د الله جل جلاله په لارښوونه مدينې ته هجرت وکړ، بيا نو د ديني درسونو روانه لړۍ پيل شوه، د نبوي جومات تر څنگ څپره کې خواو شا درې سوه هغه طالبان اوسېدل چې خپل ټول ژوند يې ددين زده کړې ته وقف کړی و، د رسول الله صلى الله عليه وسلم ويناوې (احاديث) يې يادول او د اړتيا پر وخت به يې په جهاد کې هم گډون کاوه او د سعيد بن جبير رحمه الله په روايت کې دي چې د صفې طالبان ډيری يې د جهاد په ډگرونو کې زخميان شوي وو، هغوی د دين د زده کړې ډېرې شپې په لوږه تېرولې او په نبوي جومات کې يې يوازينۍ مشغله د قرآن کريم د آيتونو او رسول الله صلى الله عليه وسلم د احاديثو  زده کړه وه، هماغه ټولی و چې نن يې موږ روايتونه لولو او هر يوه له خپل وس سره سم احاديث له کامل امانت سره تر موږ رارسولي دي، ابوهريره رضي الله عنه چې د (مکثيرين من الروات) يعنې هغه صحابه کرام چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم احاديث يې تر نورو ډېر ياد کړي او روايت کړي دي، د همدې صفې د طالبانو يو تن و، رسول الله صلى الله عليه وسلم  له هغوی سره ډېره مينه درلوده او تل به ورسره کښېناست او ويل به يې چې ماته الله جل جلاله امر کړی چې له دوی سره کښېنم.

د اسلامي احکامو تر څنگ د صفې طالبانو په نبوي جومات کې رياضيات، طب او د جهاد تربيت هم زده کاوه، دغه راز د ژبو زده کړه د همدې مدرسې د مضامينو يوه برخه وه، په يو حديث کې دي چې زيد بن ثابت رضي الله عنه ته رسول الله صلى الله عليه وسلم دنده سپارلې وه چې سرياني، فارسي او حبشي ژبې زده کړي.

او د ليک لوست زده کړه خو د ډېرو پيسو بدل کې هم ترلاسه کېدله، په بدر کې چې اويا تنه مشرکان ونيول شول او بيا پرېکړه وشوه چې هغوی به د فديې  بدل کې پرېښودل کيږي؛ نو چې کوم مشرک به نېستمن و او ددې توان به يې نه درلود چې د پيسو په بدل کې ځان خلاص کړي، هغه به دوهم چانس دا درلود چې د مسلمانانو لس کمکيانو ته ليک لوست وروښيي بيا به پرېښودل شي.

له نبوي پېر راپه دې خوا بيا د عباسيانو تر خلافته په جوماتونو کې درسونه لوستل کېدل چې  د کوفې “مسجد کوفه” (۱۷ هـ)، د مصر “جامع عمرو بن العاص” (۲۰ هـ)، د بغداد “جامع منصور”(۱۴۵هـ) او د مراکش “جامع القرويين” (۲۴۵هـ)  د يادولو وړ دي؛ خو د عباسيانو په پېر کې کله چې  درسونه ډېر شول او  پکې بحث او مباحثې زياتې شوې؛ نو ددې لپاره چې مساجدو کې عبادت کوونکو ته خنډ نه شي، مدرسه له مسجده بهر انتقال شوه او په بېلابېلو سيمو کې ورته ځانگړې ودانۍ جوړي شوې.

ډېری عالمان په دې اند دي چې د بغداد نظاميه مدرسه د نننيو مدارسو لومړنۍ هغه وه چې يوازې دديني علومو د زده کړې او څېړنو په موخه ودانه شوه؛ خو حافظ ابن کثير رحمه الله په دې اند دی چې لومړنۍ مدرسه چې فقهاوو ته وسپارل شوه هغه وه چې په ۳۸۳ هجري کال د ابونصر سابور بن ازدشير له خوا د  بغداد په “کرخ” کې ودانه او ورغول شوه او له ډېر شمېر کتابونو سره فقهاوو ته وسپارل شوه او د “دارالعلم” په نوم ونومول شوه. ([4])

نظاميه مدرسې چې په کال ۴۵۹ هـ  او ورپسې څو کلونو کې د نظام الملک أبو علي حسن الطوسي رحمه الله په لارښوونه په نيشاپور او  بغداد کې جوړې شوې، د تاريخ له مشهورو مدرسو څخه گڼل کيږي چې ډېر عالمان يې د خراسان، اصفهان، بلخ او هرات د مدرسو سرچينه گڼي.

نظام الملک د ايران طوس (اوسني مشهد) ښار کې زېږېدلی او د شاه سلجوقلومړی وزير و، له ديني علومو سره يې ډېره مينه درلوده او تل يې په مجلس کې علماء او فقهاء له ځان سره کښېنول، نوموړي د خپلې شتمنۍ لسمه برخه په ديني مدارسو لگوله او په خپل وخت کې تر خپل واک لاندې سيمو کې د ډېرو  ديني مدرسو بنسټگر گڼل کېده، له همدې امله هغو مدرسو ته چې نوموړي ودانې کړي وې”المدارس النظاميه”ويل کېدلې.

خلاصه دا چې له دوهمې پېړۍ څخه تر دوولسمې پېړۍ پورې عراق، مصر، شام، بخارا او سمرقند، نيشاپور، بلخ  او خراسان دديني علومو مرکزونه گڼل کېدل چې د فقهې څلور امامان او د حديثو مشهور امامان يې ځلانده ستوري دي – رحمهم الله- له دوی پرته په زرگونو نور عالمان او د امت اکابر چې د اختصار له امله د ټولو نومونه نشو يادولای په دغو سيمو کې تېر شوي دي او دا ټول د همدې ديني مدرسو زېږنده وو  چې تر ننه يې اسلام ژوندی ساتلی دی.

د هند نيمه وچه د اسلامي علومو ډگر

له هغه وروسته چې بخارا او سمرقند د شوروي اتحاد تر استعمار لاندې راغلل او هلته دديني علومو لمر ولوېد، الله جل جلاله د غور او غزني له لارې هماغه لمر په هند کې ځلاند کړ،  هغه وخت په لوی هند کې ديني علوم په جوماتونو کې  لوستل کېدل او ډېر تمرکز پر فنونو يا وسيلي علومو و؛ خو په ۱۱۴۵ هجري کال  لوی محدث شاه ولي الله رحمه الله وروسته له هغه چې په حرمينو  کې يې د حديثو زده کړې او اجازه تر لاسه کړه له نوي فکر سره هند ته را ستون شو او  په مدارسو کې يې هغه څه رواج کړل چې له ډېره وخته ورته د دې سيمې مسلمانانو اړتيا درلودله او پيل يې د خپل پلار شيخ عبدالرحيم رحمه الله د مدرسې (المدرسة الرحيميه) څخه وکړ، د رسول الله صلى الله عليه وسلم احاديث د مدارسو لومړنی مضمون وگرځېد چې تر ننه په سيمه کې هماغه سلسله روانه ده او ددې سيمې د ټولو علماوو د حديثو سلسله د شاه ولي الله رحمه الله له لارې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته رسيږي.

د ديني مدرسو لړۍ په وروستيو کې له هندوستان څخه پاکستان ته وغځېدله چې هلته اوس په زرگونو مدرسې ودانې دي او د يوې سرشمېرنې له مخې يوازې هغه مدرسې چې له وفاق المدارس سره ثبت دي له لس زره څخه  اوړي.

په افغانستان کې د مدرسو تاريخ ته کتنه

زموږ په هېواد کې تر ټولو لومړنۍ مدرسه په “زرنج” کې چې د پخواني سستان او يو وخت د صفاري دولت مرکز و د عمر فاروق رضي الله عنه په خلافت كې (۲۰ هـ )  هغه وخت جوړه شوه چې دې هېواد ته د صحابه کرامو لومړنۍ ډله د اسلام د خپرولو په نيت راغله، دغه مدرسه چې نوميالي تابعي حسن بصري رحمه الله پکې شپږ مياشتې درس او تدريس وکړ د هېواد تر ټولو لومړنۍ اسلامي درس خونه گڼل کيږي.

له هغه وروسته د غزنويانو په دوره (٣٥١ ـــ٥٨٣ هـ) کې د هغوی تر لاس لاندې سيمو کې يو شمېر مدرسې جوړې شوې، او بيا د تيموريانو په دوره (٨٠٧ هـ ق-٨٥٠ هـ) د هغه د زوی شاه رخ په واکمنۍ کې يو شمېر مدرسې جوړې شوې چې د سمرقند “الغ بېگ” مدرسه يې يوه  بېلگه ده، پر دې سيمه هغه وخت د شاه رخ زوی الغ بېگ والي و ځکه دغه مدرسه هم نوموړي ته منسوبه ده.

ورپسې د عالمگير په زمانه کې چې د لوی هند په اسلامي تاريخ کې د سرو زرو دوره گڼل کيږي په دې سيمه کې ديني مدرسې ښه وپالل شوې او بيا په ١٨٨٠ ميلادي کال د انگريزانو له ماتې وروسته د اميرعبدالرحمن خان په دوره کې هم يو شمېر مدرسې جوړې شوې چې د کابل شاهي مدرسه چې د پخته فروشۍ جومات قبلې لور ده ودانه وه د نوموړي يوه ښه کارنامه وه، په دې مدرسه کې دهېواد نومياليو عالمانو تدريس کاوه. په دې او ورته څېرمه بالاحصار تر څنگ عليا جوماتونو کې چې پکې مدرسې هم ودانې وې د تدريس چارې دکابل قاضي اودپېښوليکونکي نوميالي عالم ميرزاهد هروي ته سپارل شوي وې، مير زاهد همدلته د ژوند ترپايه تدريس وکړ اود “امور عامه” په نامه کتاب چې تردې دمه په مدرسوکې لوستل کيږي همدلته په کابل كې وليکه بيا همدلته وفات او د عاشقانو عارفانو شاته هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

بيا امير حبيب الله خان په خپله دوره کې ديني مدرسو ته ښه پاملرنه وکړه، حبيبيه مدرسه چې وروسته په لېسه بدله کړل شوه د نوموړي په لارښوونه جوړه شوه، له دې پرته د نوموړي په امر کابل کې د قرآن کريم د حفظ لپاره يوولس مدرسې جوړې شوې.

دغه راز د تاريخ په اوږدو کې هرات، بلخ، بست، تخار، زرنج او غزنی د اسلامي ثقافت علمي مرکزونه پاتې شوي دي چې  بېلابېلو وختونو کې يې لسگونه داسې عالمان ټولنې ته وړاندې کړي دي چې  اسلامي تاريخ کې پرې حساب کيږي، مشهور محدثين امام خطابي،  ابن حبان بستي او ملاعلي قاري رحمهم الله يې غوره نمونې دي.

پوښتنه:  د دیني مدارسو له خوا جوړ شوي درسي نصابونه څنګه ارزوئ؟ او په دې برخه کې باید کوم میکانیزمونه په پام کې ونیول شي؟

ځواب: د ښوونيزو ادارو نظام بېلابېل اړخونه لري چې يو يې ښوونيز نصاب دی.

د نصاب تعريف: له ټولو هغو ستراتيژيو، ښوونيزو پلانونو، تجربو، کړنو، درسي مفرداتو، درسي کتابونو درسي مرستندويو توکو د تدريس او نظارت له فعاليتونو چې د هغو په ذريعه د تعليمي ادارې د لارښوونو سره سم د مطلوبو موخو لپاره زده کوونکي پوه، سلوک او مهارت ترلاسه کوي، ښوونيز نصاب بلل کېږي.

د ښوونيز نصاب عمده عناصر او برخې:

  1. ولې يې بايد زده کړي؟ (اهداف)
  2. څوک يې بايد زده کړي؟ (زده کوونکي)
  3. څه بايد زده کړي؟ (درسي مواد)
  4. څنګه يې زده کړي؟ (طريقه، ميتود او اصول التدريس)
  5. څومره وخت کې يې زده کړي؟ (تعليمي موده او مراحل يې)
  6. درسي مواد څنګه ترتيب شي؟ (د مضامينو افقي او عمودي توازن)
  7. څومره يې زده کړه؟ (ارزونه او ازموينه)
  8. چېرې يې زده کړي؟ (تعليمي اداره، ښوونيز چاپېريال او د نظام چلوونکي)
  9. په ښوونيز نصاب کې د زده کړې موده او د تعليمي مراحلو وېش يې د زده کوونکو د عمر، اړتيا او وړتيا سره سم او په مقابل کې د ټولنې غوښتنې په پام کې نيول ډېر مهم او اساسي ټکي دي.

نژدې د ټولې نړۍ په سطحه د ښوونې او روزنې موده شپاړس کاله او څلور مرحلې لري:

۱- لومړنۍ زده کړې (۵ يا ۶ کاله)

۲- منځنۍ زده کړې (۳ کاله)

۳- ثانوي زده کړي (۳ کاله)

۴- لوړې زده کړې (۴ کاله)

لومړنۍ او منځنۍ (ابتدائيه، متوسطه) زده کړې چې اساسي او اجباري زده کړې يې هم بولي حد اقل اته کاله موده لري، د تعليم او تربيې د ميدان ټول پوهان او ماهرين بالاتفاق دا خبره کوي چې د لومړنۍ او منځنۍ دورې زده کړې تر ټولو مهمې دي؛ ځکه د زده کوونکو اساس او بنسټ جوړوي، که يې دا بنسټ کمزوی و نو تر پايه به همداسې کمزوی وی.

دا چې منځنۍ مرحله کې د زده کوونکي عمر تقريبا له ۱۲ څخه تر ۱۵ کاله پوري وي؛ نو دا مرحله د زده کوونکي د استعداد د انکشاف د کليدي وړتيا، پراختيا، د تخيلي مهارت پاوړتيا کرار کرار له انضمامي مفاهيمو څخه انتزاعي (غير عيني، غير ملموس، غيرمحسوس) مفاهيمو ته راکشکول چې بالاخره د تحليل او پرتلې کولو جوګه شي، مثلا که د ديموکراسۍ او اسلامي نظام ورته بيان کړې نو وکولای شي چې مقايسه او تحليل يې وکړي.

پاتې شوه ثانوي او لوړې زده کړې نو د ديني مدرسو نصاب تقريبا ورته دی ځکه چې په دې دوره کې له معمولي توپير سره عموما اته درجې لوستل کېږي، په دې موده کې زده کوونکی له منځنۍ مرحلې څخه را وتلی وي او خپله تحليل او پرتلنه کولای شي.

په ښوونيز ډګر کې د مدارسو نيمګړتياوې

  1. لومړني درې مراحل ډېر مهم دي، زموږ د مدارسو اساسي ستونزه په لومړۍ مرحله کې ده، موږ د اساسي تعليماتو لپاره په مدارسو کې منظم ترتيب نه لرو، د کمکي طالبانو زده کړې د لويانو طالبانو په پرتله کم اهميته او بې ارزښته دي چې دا يوه لويه ستونزه ده.
  2. زموږ علماء له ادارې سره نابلده دي چې دغې نابلدتيا د منظمو ادارو په رامنځته کولو کې خنډونه جوړ کړي دي.
  3. د مدرسو شاګردان له ځانګړو فنونو او کتابونو پرته د نورو موضوعاتو له مطالعې سره ډېره بلدتيا نه لري.
  4. ليک لوست چې په اوس وخت کې د دين د خپراوي او پيغام رسولو يوه مهمه ذريعه ده، زموږ په مدرسو کې ورته چندان پاملرنه نه کېږي.

حل لارې

  1. د مدارسو د نصاب په مراحلو کې بايد د نړيوالو مدارسو او نورو ښوونيزو ادارو له نظامونو ګټه واخيستل شي.
  2. علماء بايد له اداري نظام سره بلدتيا پيدا کړي او د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره بايد د مدارسو مسؤلين خپل شاګردان په کرار کرار له اداري نظام سره بلد کړي.
  3. له درسي موادو سره سره بايد په مدرسو کې د خارجي مطالعې منظم نظام جوړ کړل شي او طالبان وهڅول شي چې له پيله خارجي مطالعې سره بلدتيا پيدا کړي څو په راتلونکي کې پراخ نظر ولري.
  4. په مدارسو کې بايد د ليک لوست زده کړې ته ځانګړې پاملرنه، او تر وروستۍ مرحلې پورې بايد ليکدود د اساسي مضمون په ډول تدريس کړل شي تر څو په زده کوونکو کې فرهنګي استعداد پيدا شي او په رسنيز ډګر کې له خپلو اساساتو څخه دفاع وکړای شي.

پوښتنه: ولې د مدرسې او ښوونځي تر منځ واټن رامنځته شوی او څنګه کولای شو دغه فاصلې له منځه یوسو؟ 

ځواب: په پخوا زمانه کې مکتب د ليک لوست او مدرسه د هرډول علمومو د زده کړې ځای ته ويل کېدل؛ خو وروسته يو په نګه عصري او بل په ديني بڼه واوښت او هر طرف يوازې يو لوری نيولی و او بل اړخ ته يې په ښه سترګه نه کتل.

دا واټن او خرابی وروسته له هغه منځته راغی چې په اوولسمه پېړۍ کې انګريزانو د تجارت په نامه هندوستان ته مخه کړه او په اتلسمه پېړۍ کې يې د يو منظم پلان له مخې د مسلمانانو تعليمي نظام له منځه يووړ، هغه يې په عصري او ديني اړخونو ووېشی او د دواړو قشرونو ترمنځ يې د نفرت تخمونه وشيندل.

انګريزانو په دې ډګر کې خورا ډېر کار وکړ او دا يې د خپل استعمار يوه ترټولو ستره وسيله وګڼله؛ خو د هغه وخت مخلصو مسلمانانو څه ناڅه د دې سترې فتنې مخه ډب کړه او تر ډېره حده يې د انګريزانو پلانونه شنډ کړل، په لومړي ځل د انګريزانو د دغه شوم پلان د مخنيوي په وړاندې له ديوبند، بيا سهارنپور او بيا لکهنو څخه ګامونه پورته شول؛ خو متاسفانه علماء کرام بشپړ په دې ونه توانېدل چې يو واحد تعليمي نظام رامنځته کړي او دغه لوی خليج چې د مکتب او مدرسې په نوم را منځته شوی له منځه يوسي.

د دې خليج بدې پايلې له هيچا څخه پټې نه دي، په تېرو څلوېښتو کلونو کې چې زموږ د هېواد په کچه د مسلمانانو په وړاندې د کورنيو خلکو له لورې کوم ظلمونه او تيري وشول چې تر اوسه يې بدمرغۍ ګالو، د دې ستر لامل همدا واټن او خليج و چې د مکتب او مدرسې ترمنځ موجود و.

که څه هم په وروستيو کې دا واټن او خليج تر ډېره حده را کم شوی؛ خو دا چې بايد په دې ډګر کې نور کار هم وشي لاندې څو ټکو ته بايد پام وشي:

د دغه خليج او واټن د ختمولو لپاره بايد لومړی علماء کرام ګامونه پورته کړي او خپل رسالت سرته ورسوي؛ ځکه چې علماء کرام د دې مسؤليت لري چې کله خدای مکړه ولس بې لارې کېږي دوی به يې سمې لارې ته راګرځوي.

تر هرڅه وړاندې د فکرونو نژدېوالی مهم دی، د مکتب شاګرد بايد په دې باوري کړل شي چې يو مسلمان انجنير، ډاکټر يا د عصري علومو هر ماهر له خپل فن سره د ديني احکامو دومره زده کړې ته شديده اړتيا لري چې پر مټ يې خپل ژوند د اسلامي احکامو په رڼا کې تېر کړي، په ځانګړې توګه د اړوند فن ضروري مسائل.

بل لورې ته د مدارسو شاګردانو ته بايد دا فکر ورکړل شي چې انسان په دنيا کې يوازې پر عبادت نه دی مکلف؛ بلکې د ژوند تېرولو اسباب تر لاسه کول او د هغو زده کړه هم د مسلمان له فرائضو څخه دي.

په مدارسو کې بايد عصري علومو ته پاملرنه وشي، په ځانګړې توګه له مسلکي زده په ټيټو مرحلو کې.

په ښوونځيو کې بايد د اسلامي آدابو او اخلاقو زده کړې ته جدي پاملرنه وشي او په هره مرحله کې د دين د ضروري احکام زده کړه ضروري وګڼل شي.

علماء بايد پوهنتونونو او ښوونځيو  سره راشه درشه ولري، څو هغه بدګومانۍ چې د دښمنانو له لورې منځته راغلي دي او هغه لريوالی چې د دين له پلوه په دغو مراکزو کې موجود دی له منځه ولاړ شي.

علماء بايد په فرهنګي ډګر کې داسې کتابونه وليکي چې د ښوونځيو او پوهنتونو  شاګردان پرې پوه شي او خپله ديني تنده پرې ماته کړي.

اسلامي دعوت چې د علماوو ميراثي مسؤليت دی، بايد مقصودي وګڼل شي، يوازې د جُمعو په رواجي ويناوو ځانونو ته برائت ورنه کړل شي؛ بلکې عوامو ته روزنيزې حلقي او درسونه ولري، څو هغوی له دين او علماوو څخه لرې پاتي نشي.

دا اړينه نه ده چې مکاتب او مدرسې کاملا سره يو شي، که د مکتب او مدرسې پر نظامونو له سره کتنه وشي او چې په هر لورې کې کومې نيمګړتيا وي موجودي وي هغه له منځه يووړل شي، د دواړو ترمنځ به ټولې ستونزې هوارې شي.

پوښتنه: طالب او د مدرسې زدکړيال بايد د کومو اصولو له مخې د استاد انتخاب وکړي او استاد بايد د زدکړو پر مهال کومې کړنلارې عملي کړي؟

ځواب: استاد د زده کړيال لپاره مربي او مرشد وي، او کوم فکر او مهارت چې ولري هغه خپل شاګرد ته انتقالوي، په دې برخه کې د مدرسې طالب العلم بايد د استاد دوو اړخونو ته ډېر متوجه وي، لومړی د هغه عقيدوي او فکري اړخ او دوهم په اړونده فن کې مهارت.

که يو استاد صالح او د نېکو اخلاقو څښتن وي د نوموړي همدا نېک اخلاق پر شاګر مستقيما اغېز لري، او که خدای مکړه استاد پخپله د ښو اخلاقو او ښه کردار څښتن نه وي؛ نو شاګرد هم همداسې روزل کېږي.

دوهم د استاد مهارت دی چې په خپل مضمون کې برلاسی وي او پوره حق يې ادا کولای شي، د استاد دغه دواړه مشخصات هغه څه دي چې يو شاګرد يې په اسانه معلومولای او درک کولای شي.

په دې برخه کې اړونده اداره هم مکلفيت لري چې خپلو شاګردانو ته صالح او ماهر استاذان وګوماري.

پاتې شوه د استاد موضوع؛ نو دا چې تدريس يوه معززه او محترمه دنده ده، استاد بايد د تدريس په لړ کې ځينو مهمو ټکو ته پاملرنه وکړي:

1-      ذوق: لومړی دا چې استاد بايد له خپل اړونده مضمون سره ذوق او دلچسپي ولري، او په ډېره مينه شاګردانو ته درس ووايي.

2-      مهارت: استاد بايد پر خپل اړوند مضمون حاکم وي او کوم درس چې شاګردانو ته وايي لومړی بايد پخپله ښه پرې پوه وي او پوره چمتووالی ورته ونيسي.

3-      درسي ميتود: درسي ميتود هغه ډول ډول مهارتونه دي چې له لارې يې شاګرد په اړونده مضمون ښه پوهول کېدلای شي، د تدريس ميتود او طريقه بايد د اصلاحي او جمعو د ورځې د وينا له طريقې او ميتود څخه بدل وي.

4-      فصاحت: استاد بايد په داسې فصاحت او وضاحت سره تدريس وکړي چې د شاګردانو عمر او علمي سويې ته پکې پام شوی وي او په ډېر واضح ډول شاګردان په درس پوه کړي، له بې ځايه وخت تېرولو او داسې بحثونو ډډه وکړي چې د شاګردانو ذهنونه له اړونده مضمون څخه بل لورې ته بيايي.

5-      شفقت او مهرباني: استاد بايد د شاګردانو په وړاندې داسې مشفق وي لکه پلار چې له خپلو اولادونو سره څومره شفقت کوي، په دې ډول د شاګردانو له خپل استاد سره مينه پيدا کېږي او بيا چې دی هر څه وايي، هغوی يې په ډېره مينه زده کوي، او که خدای مکړه شفقت نه وي؛ نو د استاد او شاګرد تر منځ يو ډول وحشت موجود وي چې همدا وحشت او لرېوالی شاګرد د درس له زده کړې څخه لرې ساتي.

پوښتنه: اوسمهال ډېری طالبان د فلسفې، منطق او حکمت د کتابونو لړۍ نه تعقيبوي او پر ځای يې عصري علومو ته ترجيح ورکوي. تاسو دا کار څنګه ارزوئ؟ 

ځواب: په اوس وخت کې پخوانۍ فلسفه او منطق تر ډېره له کاره لوېدلي او نوي فلسفې او ساينس يې ځای نيولی. البته پخواني منطق دومره زده کول اوس هم ګټور دي چې د ديني احکامو هغه کتابونه پرې حل کړل شي چې په منطقي معيار ليکل شوي او خورا لوی علوم پکې پراته دي.

څنګه چې ديني مدرسې يوازې د عباداتو د زده کړې ځای نه دی؛ بلکې دلته بايد د هغو ټولو مشکلاتو حل لارې زده کړل شي چې يوې اسلامي ټولنې ته متوجه وي؛ نو اړينه ده چې د ديني مدرسې طالب العلم له ديني علومو سره سره د اړتيا تر کچې عصري علوم هم زده کړي.

خو د ديني علومو د زده کړې پر مهال عصري علومو ته ډېره زياته توجه کول تاواني دي او دا د طالب العلم علمي پختګي ته زيان رسوي، په عامه توګه يو ديني عالم چې څومره عصري علومو ته اړتيا لري دا اړتيا له فراغت وروسته په يو کال کې بشپړېدای شي.

نو بايد د ديني علومو طالب العلم د مسلکي زده کړې پرمهال خپل ذهن يوازې پر ديني مسلکي علومو متمرکز کړي او چې کله فارغ شي بيا يو خاص وخت عصري علومو (په ځانګړې توګه کمپيوټر) زده کړې ته ورکړي.

پوښتنه: یو شمېر علماء کرام له ځینو نورو سره مذهبي تعصب پالي او په مختلفو نومونو یې تورنوي. ستاسو په آند، آیا د دې کړنو تر شا نور لاسونه هم شته او که څنګه؟ او دغه راز د دې تعصباتو پایلې څه دي؟

ځواب: اسلام د اتفاق او يووالي دين دی، د مذاهبو ترمنځ د نظرونو د بېلوالي هدف  اختلاف او مشاجرې نه دي؛ بلکې د څو مذهبونو رامنځته کېدل د دې لپاره وو چې د مسلمانانو ترمنځ د بدګومانيو او اختلاف مخه ډب کړي او امت ته وښيي چې په ځينو فروعي مسائلو کې  هر مذهب پر خپل ځای حق او ثابت دی، که يو څوک په يو روايت عمل کوي بل پرې د بطلان فتوا نشي لګولای.

البته که په يوه ټولنه کې يو مذهب رواج شوی وي او له سلګونو کلونو راهيسې د يو ځانګړي امام تقليد روان وي او د ټولنې ټولې پرګنې په پوره اتفاق سره د هغه مذهب پيروي کوي؛ او يو څوک راځي د بل چا د خوشحالولو لپاره يا د امتيازاتو د ترلاسه کولو لپاره هلته د بل مذهب اقوال رواجوي او پر نورو خلکو د بطلان فتواوي لګوي، دا نو له فتنې پرته بل څه نه دي.

دغه کار ته مذهبي تعصب او د يوې ټولنې اتفاق له منځه وړل ويل کېږي چې د دې فتنې بد عواقب له هيچا څخه پټ نه دي، په تېر نژدې تاريخ کې د همدې مذهبي مخالفتونو په پايله کې موږ ګڼ شمېر علماء له لاسه ورکړل او د ډېرو پرګنو ترمنځ د سترو مخالفتونو او دښمنيو لامل شوي دي.

طبعي ده چې د داسې فتنو ترشا د اسلام د دښمنانو لاس وي، هغوی نه غواړي چې په يوه سيمه کې مسلمانان په يو اتفاق پاتې شي؛ خو ځينې بې تجربې او ناپوه خلک دې اختلافاتو ته وده ورکوي چې دا دی په دې وروستيو کې يې ناخوالي يې ټولو هېوادوالو په سترګو وليدلې.

پوښتنه: ولې یو شمیر عامو افغانانو له مدارسو فاصله نیولې؟ آیا د رسنیو او مخالفینو تبلیغات یې لامل شوي، یا د مدارسو د اړوندانو چلند د مخالفینو د زیاتوالي سبب ګرځېدلی؟ 

ځواب: له 2001 کال راهيسې چې افغانستان ته غربي ښکيلاکګر راغلل او زموږ پر اسلامي هېواد يې يرغل وکړ، د دوی د يرغل اصل هدف علماء او ديني طبقه او مدارس دي، د دې لپاره چې يرغلګرو له هر ډول حربو او دسيسو څخه کار واخيست چې يو قوي اړخ يې مطبوعات او تبليغات دي، د يرغل له پيله د خلکو ذهنونو ته دا زهر پيچکاري کېږي چې مدرسه او ملا مو دښمن دي.

دا چې مطبوعات او تبليغات په طبعي شکل د انسان پر ذهن اغېز کوي؛ نو ځينې مسلمانان د همدې تبليغاتو څخه اغېزمن دي او له مدرسو او ملا څخه يې فاصله نيولې ده، البته د افغانستان په اسلامي ټولنه کې د دا ډول خلکو شمېر ډېر کم دی او زموږ د اسلامي ټولنې قاطع اکثريت اوس هم د ملا او عالم تر شا ولاړ دی، که څه هم اشغالګرو له مختلفو لارو هڅې کړي دي چې يا ملا  د ځان تابع کړي او يا ترې خلک متنفر کړي؛ خو د الله په فضل سره تر اوسه په دې شوم پلان کې نه دي بريالي شوي.

پوښتنه: په پای کې مو د مدارسو استادانو، د پوهنتونونو، ښوونځیو او  نورو تعلیمي ادارو زده کونکو او دغه راز عامو مسلمانانو ته پیغام څه دی؟

ځواب: علماوو او پوهانو ته مې پيغام دا دی چې يو تربله يووالی وساتئ، ستاسو قوت په يووالي کې دی، د حق تابع اوسئ او له مادياتو مه اغېزمن کېږئ، څو ترخې شپې به تېرې شي؛ خو الله وعده کړې ده چې حق به بريمن وي، په دې شپو کې الله موږ او ستاسو امتحانوي چې د حق په لاره کې څومره کړاوونه ګاللای شو.

زده کوونکو او طالب العلمانو ته مې پيغام دا دی چې د زده کړې پر مهال له نورو هرډول بوختياوو ځانونه وژغورئ، يوازې زده کړې ته مخه کړئ، دا مو د ژوند هغه مرحله ده چې خپل او د ټولنې راتلونکی جوړولای شئ، له وخت څخه ګټه واخلئ او يوه لحظه مه ځايه کوئ.

عامو مسلمانانو ته مې پيغام دا دی چې د حق علماوو ترشا ودرېږئ، حق ډېر روښانه دی، د څو خرڅ شوو په خوله د حق علماوو مخالفت مه کوئ، که غواړئ راتلونکو نسلونو کې مو اسلام پاتې وي، ديني مدرسې او علماء وپالئ او ترڅنګ يې ودرېږئ او که خدای مکړه ديني مدرسې مو تر شا پرېښودې بيا به مو راتلونکي نسلونه يوازې انځورونه ساتي او وايي به ((زموږ نيکونه مسلمانان تېر شوي وو)).

الله دې زموږ او ستاسو مل شي.

[د مرکې پای]

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close