طالبان: د کابل ننی برید د یو شمیر شریرو کړیو کار دی-په کلکه یې غندو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۹)

طالبانو د کابل د نن ماښام برید په سختو ټکو غندلی او دا یې د اسلام او هیواد د دښمنانو کار بللی دی.
دغه برید چې د میلادالنبي د غونډې پر مراسمو د اورانس په نامه هوټل کې تر سره شو؛ نږدې ۵۰ تنه په کې شهیدان او تر سلو زیات ټپیان شول.
طالبانو ویلي؛

“دغه ډول جنایات ښکاره کوي چې یو شمیر شریرې کړۍ له وړو اختلافي مسائلو څخه په استفاده خپله شریره څيره بربنډوي او د مسلمانانو په دا ډول بې رحمه وژنو باک نه کوي“

د سیمې خلک وایي، ظاهراً په برید کې د داعشیانو او د “وهابيت“ له عقیدې سره تړلو وسلوالو لاس بلل کیږي ځکه څو ورځې وړاندې دغې ډلې په پلازمینه کابل او ورڅیرمه ولایاتو کې علماؤ ته ګواښ کړی و، چې باید د رسوالله ص د زوکړې ورځې له لمانځلو دې لاس په سر شي.

طالبانو له ولسونو غوښتي، چې د دې کړیو د نفوذ مخه دې ونیسي  او په وینا یې چې “هیوادوال دې د شریرو عناصرو د شرارت په مخنیوي کې خپل مکلفیت ادا کړي او د دښمنانو دسیسې دې شنډې کړي“

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close