هغه ميوه په جوس څکلو سره يې د هډوکو درد ښه کېږي، څېړنه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۴)

د عمر په زياتوالي سره د انسان د بندونو دردونه پيدا کېږي چې په ځانګړي ډول دغه ناروغۍ په ښځو کې زياته وي او د دوايانو په خوړلو یاده ناروغي په اسانۍ له منځه نه ځي.

تازه ساينسدانانو پر يوې ميوې څېړنه کړې چې د جوس په څکلو سره يې د جوړونو “بندونو” درد ختميدلای شي.

دغه ميوه چې د (Cranberry) کرنبيري په نوم پيژندل کېږي، سور رنګ لري، زړي پکې نه وي، اندازه او شکل يې دګلاس هومره دی، په عربي کې يې کرز بولي.

څېړونکي وايي، که د دغه ميوې يو ګلاس جوس په ټوله ورځ کې وڅکل شي نو د بندونو درد ورسره په بشپړه توګه ختمېږي.

څېړونکو د برازيل په (يونيورسټي آف لوڼډرينا) کې په ۴۱ ميرمنو دغه څېړنه وکړه چې ټولې ميرمنې د بندونو په درد اخته وې.

څېړونکو دغه ميرمنې په دو ډلو وويشلې او يوې ډلې ته يې هره ورځ د يادې ميوې يو ګيلاس جوس ورکول پيل کړل.

درې مياشتې وروسته چې کله د يادو ميرمنو معاینه وشوه نو معلومه شوه چې په جوس څکونکو ميرمنو کې د بدن ضد ليول ډير کم و چې د بدن پر مدافع غړو حمله کوي او بندونو ته زيان رسوي. او دغه راز د يادو ميرمنو د بندونو سوزش هم کم شوی و.

همدارنګه هغه ميرمنې چې په عادي ډول د خپل خوراک ورته ويل شوي و په نسبت د لومړۍ ډلې پکې کوم بدلون نه و راغلی او د پخوا په پرتله يې د بندونو دردونه لا زيات شوي و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close