امریکا بيا خپل پوځي ماموريت ته زمینه برابروي!

« سرليکنه »

د امريکا ولسمشر اوباما په تېر انتخاباتي کمپاین کې خپل ولس ته ویلي وو، چې نوربه یې په عراق او افغانستان کې عسکر ونه وژل شي،  دعراق په څېر به له افغانستانه هم خپل پوځونه راوغواړي. نوموړي په خپله وینا کې چې ولس ته يې کوله ټينګار  وکړ ، چې  تر ۲۰۱۴ز رووسته به په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت پای ته ورسوي د هغو پوځيانو ميندو ، چې اولادونه يې په افغانستان کې وو، په څېرو او مخونو کې خوښي څرګنده شوه ؛ خو د کومو ميندو اولادونه ، چې په افغانستان کې د پوځي ماموريت په دوام او جګړو کې وژل شوي وو ، د خپلو اولادونو په مرګ يې بيا په سترګو کې اوښکې راغلې، چې اولادونه يې د افغانستان په بايللي جګړه کې د لاسه ورکړي و.

له يوې خوا د اولادونو څخه محرم او د بلې خوا امريکا د یرغل په نامه په نړيواله کچه بدنامه شوه د ۲۰۱۴ چې په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو جنګي ماموريت پای ته ورسيده امريکا او ورسره ملګرو هېوادونو کې په برکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې وويل ، چې د افغانستان د دفاع لپاره به نور د هغه هېواد په خپلو پوليسو او پوځ  امن ساتي ، بهرني پوځونه چې په لږ شمېر کې به په افغانستان کې پاتې شي  يوازې د پوليسو ، پوځ اومسلکي ځوانانو په روزنه کې به مرسته کوي د افغان پوځ لپاره به د روزۍ علاوه پوځي تجهيزات هم برابروي چې روزنه يې فرانسوي پوځي جنرالانو په غاړه واخيسته .

د يوه کال راپه دېخوا چې په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو جنګي ماموريت داخلي پوځ ته حواله شوی د پرواګرام له مخې بايد تردرې لکو پنځوس زرو پورې ځوانانو ته پوځي زده کړه ورکړل شوې وای، خودا چې په افغانستان کې داخلي پوځ د طالب وسله والو په مقابل کې د جګړې توانمندي نلري تردوو لکو پورې پوليس او پوځ ته روزنه ورکړل شوه خو تر ۹۲۰۰۰پورې روزل شوو پوځيانو له خپلې د ندې تيښته کړې ده ، چې ډېری شمېر يې پکې يا د جګړې د توان د نه لرلو او يا په نيشه يي توکو د روږدوالي له امله تښتيدلي دي.

د کندوز په جګړه کې د ناټو هوايي ځواک د خپل پوځي ماموريت د پای ته رسیدو باوجود بيا هم د کندوز په بې ګناه ښاریانو او روغتون بمباري وکړه ؛ خو دهلمند په جګړه کې چې همدا اوس هم په درې ولسواليو کې په زور اونورو سيمو کې په وقفه يې توګه دوام لري امريکا يي پوځونه په جګړه کې د داخلي افغان پوځ سره يو ځای برخه اخيستې ده .

امريکا د افغان پوځ په نه روزنه او نه توانمندۍ سره له موقع استفاده کوي او دا نړيوالو ته ښايي چې په يوازې ځای افغان پوځ  د هېواد امن نشی ساتلی او خپل پوځ ته بيا په افغانستان کې جنګي ماموريت ته زمينه برابروي.

ترڅه وخته خو امريکايي چارواکو نه منله چې پوځ يې په جګړه کې برخه لری خو چې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې يو امريکايي پوځي ظابت (مانيومک کلنتوک) ووژل شو نو امريکايي جنرال ويلسن دشوفنزيي خپله اعتراف وکړ چې په هلمند کې امريکايي پوځيانو په جګړه کې برخه اخيستې ده .

پکار دا وه ، چې په روان کال کې د افغان پوځ که درې نيم لکه نه وای نو درې لکو پورې خو بايد روزل شوي وای، امريکايي جنرالان افغان پوځ ته ځکه روزنه نه ورکوي، چې يوځل بيا ځان ته په افغانستان کې په جګړه کې د خپلو پوځونو ګډون ته لاره برابره کړي ، چې افغان پوځ د طالب وسله والو په مقابل کې د جګړې توان نه لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close