عمرزاخيلوال د افغانستان او پاکستان د اړيکو ښه کولو ژمنه کړې ده

تبصره : مبصر

تېره ورځ په اسلام آباد کې نوي ټاکل شوي افغان سفير محمدعمر زاخيلوال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه کولو ژمنه وکړه چې د مخه په څه وخت د دواړوهېوادونو ترمنځ  سياسي اړيکي کله خرابې او کله به يوبل هيواد ته د پلاو ليږلو عادي حالت ته راوګرځيدې ؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې يو څه خړوالی شته ، چې د افغانستان په سوله يې اثرکړی او تر اوسه پورې د مرګوني جګړی د پای ته رسيدلو او پر ځای يې د سولې راتلو ته لار نده هواره شوې.

دا چې يو شمېرافغانان د پاکستان په هغلوځلو چې دسولې په اړه يې کوي اعتبار نه لري ، وايي : په ظاهره پاکستان د سولې هلې ځلې کوي ؛ خو په صداقت سره ګام نه اخلي،  چې ثبوت يې تر اوسه پوري د سولې په اړه ناکامي ده ، که پاکستان په صداقت سره سوله غوښتلای اوس به جګړه پای ته رسيدلې وه.

عمر زاخيلوال وايي: زه غواړم  پاکستان په دلايلوسره ديته قا نع کړم ، چې په افغانستان کې سوله او ثبات يوازې دافغانستان نه ؛ بلکې که غواړې چې په افغانستان کې امن رشي، پاکستان کې هم امن راتلونکی دی ، چې تل د يوه ګاونډي هېواد ناامني په بل ګاونډي هېواد اثر کوي. عمر زاخيلوال وايي: په دې برخه کې د پاکستان او افغانستان ترمځ ، چې اړيکې ښې پاتې شي کاربه شوی وي ؛ خو د یو بل هېواد د چارواکو له زړونو خيری نه دی وتلی .  زه غواړم يوه داسې زمينه برابره کړم چې دواړه هېوادونه په ښواړيکو لرلو سره د يو ثابت او تلپاتي امن خاوندان شي .

په اسلام اباد کې د مخه هم افغان سفيرانو خپلې دندې ترسره کړي دي ؛ خو په دې وروستيوکې ، چې عمر داود زی او جانان موسی زی سفيران وو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د امن اړيکي خرابې شوي او د دولت او طالبانو ترمنځ  يې د سولې مذاکرات ټکني کړل.

نوی افغان سفير عمر زاخيلول د سياسي علومو ترڅنګ ديني زده کړې هم لري ، چې په کاناډاکې يې په اقتصاد کې دومره وړتياولرله،  څو د وزارت تر څوکۍ يې ورساوه . په تېرو ۱۵کلونو کې افغان چارواکو  يو شمېر لوړ پوړو چارواکو باندې د اداري فساد ګوتي پورته شوې خو عمر زاخيلوال ځان د هرډول اداري فساد څخه ساتلی او د خپل ځانګړي هدف لپاره ، چې د افغان مظلوم  ولس رښتينی خدمت کول دي ، کار کړی دی. دا به وروسته څرګنده شی ، چې عمر زاخيلوال خپلو کړو ژمنو کې څومره برياليتوب ترلاسه کولی شي ، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکوپه ښوالي سره به په هېواد کې يوه  داسې سوله رامنځ ته شي. که عمر زاخيلوال خپلو ژمنو پوره کولو ته پرېښودل شي، او په وړاندې يې خنډونه جوړ نه کړل شي ؛نو دمعلوماتو له مخې لکه څه رنګه چې يې د مخه په مرکو کې خپل نظر مثبت څرګند کړي اوس به هم رغنده رول ولري؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close