د احـد بـدر کيسې

د احـد بـدر کيسې
…………………………………………
ګوتې پکې مه وهه شغلې به ورنه پورته شي
دا خو مړې ايرې دي سرې لمبې به ورنه پورته شي

خير که غريب يم خو په بده راته مـــه ګـوره
پټ احساس لرمه غلبلې به ورنه پورته شي

دلته ليوني او مظلومان په کاڼو مـه ولــه
آه به يې طوفان شي زلزلې به ورنه پورته شي

خيال د ويدو مـکوه ارام ارام مـلت تـه مـې
يو ځل به را ويښ شي قافلې به ورنه پورته شي

غرق به شې ظالمه په غرور باندې راغلی يې
مست به هلمندونه شي څپې به ورنه پورته شي

د وينو قربانۍ مو په خلوص، مينه سينګار کړئ
ګورئ داحـــــد بدر کيسې به ورنه پورته شي

د غرب د استعمار دوره که لږ نوره اوږده شوه
پېړۍ به شي خرابه فتنې به ورنه پورته شي

احمــــدي په اسلامي نړۍ کې غواړم انـقـــلاب
يار کـه مـې قــلـم و دا جملې به ورنه پورته شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close