کابل ټکی کام ۲۶وږی/۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
د سوريې په حلب ښار کې د دولتي الوتکو په تازه بمباريو کې لږ تر لږه ۶۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي او لسګونه نور ټپيان دي.
پېښه د حلب ښار په په المغاير، السکري او المشهد کليو کې رامنځته شوې ده.
دغه سيمې اوسمهال د دولت د وسله والو مخالفينو په ولکه کې دي او دولت په دې پلمه په ټولو هغو سيمو بمباري کوي، چېرې چې وسله وال مخالفين مېشت وي.
په سيمه کې سرچينو ويلي دي، چې دولتي الوتکو د المشهد سيمې په سبزي منډۍ کې په داسې حال کې يو بېلري بم وغورځاوه، چې ځای د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک و، چې له امله يې ۴۵ تنه ووژل شول او ۱۰ نور ټپيان شول.
د ژغورنې ټيمونه لا هم هلته د خلکو د ژغورلو لپاره هڅې کوي.
په سيمه کې فعالانو ويلي دي، چې دولت د دغه بمبار پر مټ د هغه پرمختګ بدل اخلي، چې مخالفینو يې د حلب په غربي سيمو او په حي الراشدين او حلب الجديده کې کړی دی.