کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، د خلیج پر یو شمېر هېوادونو ایراني ځواکونو توغندیز او د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې په بېلابېلو سیمو کې یې زیانونه اړولي دي.
په دوبۍ کې نن سهار له ۴ بجو لږ مخکې د یوه توغندي له لګېدو وروسته اور لګېدلی. د دوبۍ د رسنیو دفتر ویلي، پېښه د “البدع” په سیمه کې یوه کور ته نږدې شوې او ۴ تنه پکې ټپیان شوي دي.
بلخوا چارواکو ویلي، چې په دوبۍ کې یوه تېل وړونکې کښتۍ چې شاوخوا ۲ میلیونه بېرله تېل پکې وو، د یوې بېپیلوټه الوتکې له برید وروسته اور اخیستی دی.
په شارجه کې هم د “ثریا” مخابراتي شرکت پر اداري ودانۍ د ډرون برید شوی، خو چارواکو ویلي چې مرګ ژوبله نه لري.
په سعودي عربستان کې د ملکي دفاع ادارې ویلي، چې د یوې ویشتل شوې بېپیلوټه الوتکې د ټوټو راپرېوتو له امله ۶ کورونو ته زیان رسېدلی، خو چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د کویت پوځ هم اعلان کړی، چې د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه پرې شوي دي.
