کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو اعلان کړی، چې د «وعده صادق ۴» عملیاتو د ۸۸ څپې په ترڅ کې یې نن سهار وختي پر امریکایي او صهیونیستي اهدافو سخت بریدونه ترسره کړي دي.
په خبر کې ویل شوي، چې د بالستیک توغندیو په وسیله یې د «Express Halfong» په نوم د صهیونیستي رژیم اړوند یوه باروړونکې کښتۍ د عربي خلیج په منځنیو اوبو کې په نښه کړې ده.
سپاه پاسداران همداراز ویلي، چې د متحده عربي اماراتو پر ساحل یې د ځانمرګو بېپیلوټه الوتکو په وسیله د امریکایي سرتېرو یو د تجمع ځای هدف ګرځولی، چې د دوی په وینا، یاد سرتېري له یوې پوځي اډې بهر په پټ ځای کې ځای پر ځای شوي وو.
