کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۴ل)
د جلال آباد ښاروالۍ وايي، چې په ښار کې د باراني او اضافي اوبو د ایستلو لپاره د ۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو سترو سیخداره ویالو د جوړولو چارې پیل شوې.
ښاروال قاري بسمالله بلال وايي چې دغه ویالې ټولټال ۲.۸ کیلومتره اوږدوالی لري؛ یوه له تالاشۍ چوک څخه تر مخابراتو چوک او بیا تر بهسودو پله رسېږي، او بله له قالینو کوڅې څخه تر پوهنتون روغتون پورې غځېږي.
د ښاروال په وینا، د دې ویالو هدف په ښار کې د اوبو د ډنډېدو مخنیوی او د اوبو د جریان اسانتیا ده.
نوموړی زیاتوي چې سږکال به په جلالاباد کې ۸۰ بیلابیلې پروژې عملي شي چې له ډلې یې ۴۰ د ښاروالۍ له داخلي عوایدو تمویلېږي.
