کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې القسام لېوا ویاند “ابو عبیده” الجزیرې تلویزیوني شبکې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د صهیونیستي رژیم وروستۍ پرېکړې، په ځانګړي ډول د اسیرانو د اعدام قانون، د الاقصی جومات تړل او پر عربي او اسلامي ملتونو بریدونه، د دې سبب شوي چې د امت ټول ځواکونه او د نړۍ ازاد خلک باید د دې رژیم د جنایتونو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې لږ تر لږه باید پر صهیونیستي رژیم فشار راوړل شي څو خپل تېري ودروي.
ابو عبیده همداراز د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې د دوی وروستي عملیاتو دښمن ته درانه زیانونه اړولي دي.
نوموړي له حزبالله غوښتي چې خپلې هڅې لا زیاتې کړي او د صهیونیستي پوځیانو د نیولو لپاره اقدام وکړي، څو د فلسطیني او عربي بندیانو ازادۍ ته لاره هواره شي.
