کابل ټکی کام ۲۶وږی/۱۳۹۴
د اخوان المسلمین یو بل مشر هاشم الحسن په زندان کې د یوې ناروغۍ له کبله ومړ.
د القدس العربي رسنۍ په ورکړل شوي راپور کې ویلي دي چې د هاشم الحسن کورنۍ وايي چې د نوموړي ناروغۍ ته په زندان کې د نه پاملرنې له کبله ساه ورکړې ده.
له دې څخه مخکې هم د اخوان المسلمین د مشرانو او غړیو په زندان کې د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.
خو تر اوسه د مصر حکومت د هاشم الحسن د مرګ خبر په رسمي توګه نه دی اعلان کړی.
