کابل ټکی کام

اسلامي امارت د زعیم له لوري د مخابراتو نوی وزیر وټاکل شو او د ځینو والیانو ترڅنګ نوې ګومارنې هم وشوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ غویی، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت د زعيم د فرمان له مخې، په حکومتي تشکیلاتو کې یو لړ نوې ټاکنې او بدلونونه اعلان شوي چې پکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر حمدالله نعماني له دندې لېرې شوی او پر ځای یې د فاریاب والي ملا عبدالاحد فضلي ټاکل شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، په نویو ګومارنو کې ملا محمد حنیف حمزه د فاریاب والي، مولوي عبدالرحمن حقاني د خوست والي، مولوي عبدالله مختار د بغلان والي او ملا محمد ولي جان د بادغیس والي په توګه ټاکل شوي دي. د پخواني وزیر د نوې دندې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د سرچینې په وينا، دا بدلونونه چې شمېر یې ۱۹ ته رسېږي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال، د ځینو ولایتونو والیان، مرستیالان، امنیه قومندانان او نور اداري او امنیتي بستونو کې هم ادلون بدلون راغلی او ځينې پکې نوې ګمارنې شوي دي.

د دوی په وینا، دغه بدلونونه د اداري چارو د ښه تنظیم، همغږۍ او اغېزمنتیا د پیاوړتیا لپاره ترسره شوي دي.

Exit mobile version