کابل ټکی کام ۱۳حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د کابل ولایت ځايي خلکو رسنیو ته ویلي دي، چې د سختو ورښتونو له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دوی همدا راز له ښاروالۍ څخه شکایت کړی دی، چې د کانالیزیاسیون سېسټم یې نه دی ورته برابر کړی، تر څو د ورښتونو په وخت کې دوی له یو لړ پېښېدونکو ستونزو څخه وساتل شي.
زمونږ همکار وایي، دا مهال د کابل سړکونه د اوبو څخه ډک دي، چې د ترافیکي پېښو امکانات یې هم ډېر کړي دي.
د یادولو ده، چې وړاندې هم په کابل کې ورته بارانونه وورېدل، خو ښاروالۍ یې هېڅ غم ونه خوړو، چې اوس یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
