کابل ټکی کام

بلجیم د پارېس د بریدونو په تور نیول شوی صلاح عبدالسلام فرانسې ته سپاري

د پارېس د بریدونو پلانوونکی صلاح عبدالسلاح ۲۶ کاله عمر لري.

کابل ټکی کام ۱۳حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د بلجیم چارواکو د پارېس د بریدونو د پلانوونکو له ډلې څخه مهم مشکوک صلاح عبدالسلام فرانسې ته سپاري.

د بلجیم لویې څارنوالۍ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، چې فرانسې ته د صلاح عبدالسلام د سپارنې اجازه ورکړل شوې ده.

د ده مدافع وکیل ویلي دي، چې عبدالسلام غواړي، تر څو په څېړنو کې له فرانسوي چارواکو سره همکاري وکړي.

د فرانسې عدلیې وزارت هم ویلي دي، که استثنايي شرایط رامنځته نه شي، نو دغه مشکوک کس (صلاح عبدالسلام) به ورته د لسو ورځو په اوږدو کې وسپارل شي.

باید ووایو، چې د ۲۰۱۵میلادي کال د نومبر میاشت په ۱۳مه نېټه په پارېس کې بریدونه ترسره شول، چې د هغې له پلان کوونکو څخه یو هم صلاح عبدالسلام وو.

د دغو بریدونو له کبله ۱۳۰ کسان وژل شوي وو.

صلاح عبدالسلام له دغو بریدونو څخه څلور میاشتې وروسته د مارچ په ۱۸مه نېټه بروکسل ته نږدې ونیول شو.

د یادولو ده، چې د بلجیم چارواکو عبدالسلام د بروکسل د بریدونو له پلان کوونکو څخه هم بللی دی.

Exit mobile version