کابل ټکی کام

حماس تنظیم وايي، چې ۴ اسرائیلي سرتېري د دوی سره بندیان دي

کابل ټکی کام ۱۴حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د حماس تنظیم د عزیزالدین القسام د غنډونو ویاند د رسنیو له لارې اعلان کړه، چې د دوی سره ۴ اسرائیلي سرتېري بندیان دي.

 په غزه کې د حماس تنظیم دغې فعالې څانګې ویاند ښاغلي ابو عبیده د الاقصی ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې ۴ اسرائیلي سرتېري د دوی سره بندیان دي.

نوموړي وویل، چې لا تر اوسه پورې یې د دغو اسرائیلي اسیرانو په اړه له اسرائیلو سره کومه اړیکه نه ده نیولې.

د مرکې پر مهال د دغو اسیرو اسرائیلو تصویرونه هم ښودل شوي دي.

ابو عبیده د دغو ۴ اسرائیلي سرتېرو په اړه د نورو معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.

ښاغلي ابو عبیده د مرکې پر مهال د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو د هغو څرګندونو چې د اسرائیلو د برخلیک او د مهمو پرمختګونو په اړه به غونډې ترسره کوي، وویل، چې نوموړی د اسیرو شویو اسرائیلو کورنیو او خپلو خلکو ته درواغ وايي، او فرېب ورکوي.

د یادولو ده، چې عزیزالدین القسام غنډونو د ۲۰۱۴میلادي کال د جولای په میاشت کې هم د اسرائیلو له خوا په غزه کې د ترسره شویو نظامي عملیاتو پر مهال د اورون شاول د نیول کېدو خبر ور کړی وو، خو اسرائیلو ویلي وو، چې ښایي اورون شاول په جګړه کې وژل شوی وي.

Exit mobile version