کابل ټکی کام

افغان کرکټ ملي لوبډله په انټرکانټنینټل لوبو کې د ګډون لپاره سبا هندوستان ته ځي

کابل ټکی کام ۱۴حمل/۱۳۹۵، ارین خان

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې افغان ملي ټیم په انټرنېشل کانټنینټل لوبو کې د ګډون په موخه هندوستان ته سبا سفر کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ معاون عزیزالله فضلي نن رسنیو ته وویل، چې افغان ملي ټیم په دغه څلور ورځنیو مسابقو کې له نامبیا سره مخامخ کیږي.

د یادولو ده، چې دغه مسابقې د روانې میاشتې اپرېل په ۱۰مه نېټه په هندوستان کې پیل کیږي.

Exit mobile version