کابل ټکی کام ۱۴حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ننګرهار ولایت امنیتي مسئولینو رسنیو ته ویلي دي، چې د انسان تښتونې په تور یې یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسئول حضرت حسین مشرقيوال رسنیو ته وویل، چې دغه اختطافګر تېره ورځ د دغه ولایت د سرخ رود ولسوالۍ په شیخ مصري سیمه کې د پولیسو له لورې ونیول شول.
مشرقیوال همدا راز زیاته کړه، چې دغه اختطافګر دا مهال د تحقیق لاندې قرار لري.
