اميد، هيله ، تمنا

عنايت عابدزی
١- که غواړې چې کامياب ژوند تېر کړې امېدوار اوسه.
٢- په ژوندانه کې امېد لرل داسې مثال لري لکه د مرغه وزرې (ويکتور هوګو)
٣-نا امېدي اولنى قدم دى چې انسان د مرګ خواته راکش کوي(ناپيلوين)
٤- هر څومره چې کم امېد لري په هماغه اندازه به محروميتونه کم وي (پلو تارک)
٥- انسان بغير له امېد څخه د نړۍ تر ټولو بد بخت موجود دى (کانت)
٦-که امېد او ارزو نه واى نو څرنګه به مو د ژوند له مصيبتونو او کړاوونو سره وخت تېراوه(علي دشتي)
٧-افسوس چې ځوان نه پوهېږي او بوډا يې نشي کولاى (حجازى)
٨- په ځوانۍ کې وګټه او علم حاصل کړه تر څو په بوډا توب کې آرام او هوسا ژوند وکړى (ناپليون)
٩- تر ټولو لوى خوند پدې کې دى چې سړى دښمن ته ماته ورکړي او مالونه يې زر زر مصرف کړي ( مغول چنګيز خان)
١٠- چا چې امېد له لاسه ورکړ په حقيقت کې نوموړي ډېر څه له لاسه ورکړل (هسپانوي متل)
١١- له ډېر اوږد امېد څخه ځان وساته ځکه اوږد امېد روح ستړى کوي (ولتر)
١٢- امېد هغه دوا ده چې شفا نه ورکوي ليکن درد ارام وي (مارسل آشار)
١٣-په دنيا کې نيمه خوشبختي امېد دى (ترکي متل)
١٤- هر څومره چې انسان د مرګ خواته نژدې کېږي په هماغه اندازه د انسان امېدونه هم ډېرېږي
١٥-صبر د امېد ريشه ده او امېد د کاميابۍ کلي (کُنجې) ده.
١٦- د انسان زندګې له څلورو شيانو څخه عبارت ده ( غم کول ،صفت کول، اميد لرل او په اخر کې مړه کيدل)(پاسکال)