کابل ټکی کام ۱۹حمل/۱۳۹۵، ارین خان
د ډي نېشن نومي ورځپاڼې د خبر له مخې چې رحیل د افغان ملي لوبډلې د سرروزنکي په توګه وګمارل شو.
دغې ورځپاڼې لیکلي دي، چې رحیل د اسیا د غوره روزونکو څخه ګڼل کیږي.
رحیل د پاکستان له ډي نېشن ورځپاڼې سره په مرکه کې ژمنه وکړه، چې افغان لوبغاړي به هم له روحي او هم له ذهنې پلوه غښتلي کړي.
نوموړي د مرکې پر مهال همدا راز وویل، چې افغان لوبغاړو ته به ښه روزنه ورکوي، او په لویو مسابقو کې به یې د لویو لوبغاړو سره د لوبې لپاره تیار کړي، او په نړیوالو سیالیو کې به ډېر ژر وځلیږي.
ده همدا راز د افغان لوبډلې ستاینه وکړه، او ویې ویل:
«افغان ملي لوبډله د شل اوریز جام په سیالیو کې نړیوالو ټیمونو ته ثابته کړه، چې یو غښتلی ټیم دی، او که زه روزنه ورکړم، نو نور به هم دوی پیاوړي او غښتلي شي.»
باید ووایو، چې رحیل د امریکا د متحده ایالاتو د سپورټي طب د ملي اکاډمۍ په ګډون د یو شمېر نورو نړیوالو روزنیزو مرکزونو د روزنې اسناد هم لري.
د یادولو ده، چې د افغانستان کرکټ بورډ تراوسه پورې د رحیل د ګمارنې په اړه څه نه دي ویلي.
