کابل ټکی کام

کرزی: طالبان دې د سولې له پروسې سره  یوځای شي

کابل ټکی کام فرید احمد

پخواني جمهور رئيس ښاغلي حامد کرزي پر طالبانو غږ کړی دی چې د سولې له پروسې سره دې یوځیای شي او جګړې ته دې د پای ټکی کېښودل شي ترڅو په هېواد کې امن راشي.

کرزي دا خبرې د حزب اسلامي د هغه هیات سره د خبرو پر مهال کړي دي، چې کابل ته د سولې د خبرو لپاره راغلی دی.

حزب اسلامي پدې وروستیو کې له خپلو ټولو هغو شرطونو څخه لاس په سر شوی دی چې پخوا یې د سولې د راوستو لپاره درلودل.

نړیوالو په پاکستان باندې زور راوستی و ترڅو په افغانستان کې د سولې په برخه کې کارنده رول اداء کړي همدا و چې ګاونډي هېواد پاکستان پر طالبانو باندې خپل نهايي زور وازمایه خو دې ډلې په خپل دریځ د کلک پاتې کېدو هوډ کړی دی او پاکستان ته یې منفي ځواب ووایه، چې له امله یې پاکستان مجبور شو حزب اسلامي یو هیات افغانستان ته واستوي او هلته د افغان حکومت د یوه مخالف په حیث په سوله کې برخه واخلي.

طالبانو د سولې په پروسه کې د داخلیدو لپاره یو لړ شرطونه وړاندې کړي دي چې ترټولو مهم  یې د ټولو خارجی اشغالګرو وتل دي. د طالبانو دویم شرط د قطر په هېواد کې  ددوی دفتر په رسمیت پيژندل دي، د تور لست په نامه لستونه له منځه وړل او همدا رنګه ټول بندیان بې قید او شرط له بنديخانو څخه ازادول دي.

په سیمه کې کارپوهان وايي چې سږ کال به په افغانستان کې طالبان خپل عملیات پراخ کړي او شاید چې د هېواد هره سیمه کې خپل جنګیالي ځای پرځای کړي، او طالبان د هغه سولې لپاره چې افغان دولت او امریکایان  یې غواړي هېڅ ژمنتیا نلري.

Exit mobile version