کابل ټکی کام ۲۸وږی/۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
د ايران په څو ولايتونو کې د تېزو اورښتونو او سېلابو له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.
ايراني چارواکو ويلي دي، چې سېلابونو ۶ تنه په تهران او ۴ نور په هرمزګان کې وژلي دي.
د چارواکو په وينا سېلابونو ګڼ شمېر خلک ټپيان کړي هم دي او يو شمېر نور نادرکه دي.
په ايران کې دغه سېلابونه پرون د جمعې په ورځ راوتلي دي، چې ډېری خلک يې د خپلو کورونو پرېښودو ته هم اړ کړي دي.
چارواکو ويلي دي، چې په وژل شويو کې کوچنيان او مېرمنې هم شامل دي.
