(سرلیکنه )
د هېواد په داخل او بهر کې د ملي یووالي په حکومت نیوکې کېږي چې په ښه حکومتولۍ کې ناکام شوېدی ، اداري فساد پر ځاي د دې چې له مېنځه یوړل شي د تېرې دورې د حامد کرزي د حکومت په پرتله نور هم زیات شوی دی.
له هغه چا سره حساب ونشو د چا پر خلاف چې د ولس نه راېه اخېستل شوې وه.
دواړو ډاکټرانو اولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله د خپلو انتخاباتي کمپاینونو په غونډو کې د اولس سره ژمنې کړې وې چې د هېواد د ملي شتمنیو د لوټ کوونکو سره به حساب کوي او د محاکمې مېز ته به یې وړاندې کوي نه دا چې کړې ژمنې یې عملي نکړې بلکې نور یې هم فساد او نا امنېو ته زمینه برابره کړه.
په هېواد کې د قانون د حاکمېت غږ پورته شوی دی خو دا غږ د څو کسانو لپاره چې د ټوپکوالۍ د قانون له مخې حکومتولي کوي د ملي یووالي د حکومتولۍ په توان کې نده چې اولس ته قناعت ورکړي، د کار زمینه ورته برابره کړي، په هېواد کې د امن او سولې لپاره یوه معقوله لاره پېدا کړي.
د هېواد د نورو ولایاتو په څېر د پکتېا په ولاېت کې هم د ټوپکوالۍ حکومتولي روانه ده د بلخ په ولایت کې خو د پخواني (کرزي) د دورې او اوس د ملي یووالي د حکومت له پېله د ټوپکوالانو حکومتولي چلیږي قانون لا هم د ټوپکوالو په لاس کې دی خو د پکتېا ولایت ېو شمېر وکیلانو د مرکزي حکومت څخه غوښتي چې د ټوپکوالیو حکومتولۍ ته د پای ټکی کېږدي.
د پکتېا ولاېت اوسېدونکي وایي د ولایتي چارواکو په مستقېمه مداخله ېو شمېر وکېلان د خپل نفوذ له مخې د ولایت په لوړو پوستونو د خپلې ټوپکوالۍ په زور مقررۍ کوي، په هغو پوستونو خپل خپلوان او پلویان ګماري چې په راتلونکو ټاکنو کې د دوی سره هر اړخیزه مرسته کولای شي.
د پکتېا ولایت اوسېدونکو د مرکز څخه دا غوښتنه هم کړېده چې په پکتېا ولایت کې اداري فساد ته ټوله زمینه ټوپکوالو برابره کړېده په هغو پوستونو کې چې مالي امکانات او رشوت پکې زیات وي د ولایتي چارواکو په مرسته پکې په پراخه لاسوهنې مقررۍ روانې دي د ولایت د اوسېدونکو په وېنا دا کار ټوپکوالو وکیلانو او د ولایت چارواکو د اصلاحاتو په نامه پېل کړېدی خو په حقیقت کې اصلاحات نه بلکه د دوی د خپلې خوښې او ګټو خوندي ساتلو لپاره. چې په راتلونکو ټاکنو کې مرستندوېه اشخاص په خاصو پوستونو کې ځای پر ځای کوي. نو په پکتیا کې اوس ټوپکوال حکومتولۍ کوي.
