کابل ټکی کام

زابل کې د يوې پوستې ۸ اربکيان طالبانو وژلي دي

زابل ولایت

کابل ټکی کام ۲۸وږی/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

د زابل چارواکي وایي، چې نن سهار د دې ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د يوې پوستې ۸ اربکيان په مرموزه توګه وژل شوي دي.

د ارغنداب ولسوال مهمند نصرتيار د پېښې پخلی کړی دی او ويلي يې دي، چې د تلفاتو په اړه به وروسته خبرې وکړي.

د زابل د امنيه قوماندانۍ وياند فواد عسکری هم منلې ده، چې د ارغنداب په باغ سيمه کې څو تنه سرتېري وژل شوي دي، خو د وژلو علت يې معلوم نه دی، د هغه په وينا پوليسو د پېښې په اړه تحقيقات پيل کړي دي.

وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې له لارې ويلي دي، چې دغه ۸ اربکيان دوی وژلي دي او درې نور يې نيولي هم دي.

د زابل يوې بلې امنيتي سرچينې هم د ۸ اربکيانو وژنه تاييد کړې ده.

چارواکي وايي، شونې ده په پېښه کې د پوستې له داخله څوک له وسله والو سره په اړيکه کې وي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

Exit mobile version