کابل ټکی کام

عراق پلازمینه بغداد کې چاودنې ۲۴ کسان وژلي

کابل ټکی کام ۱۱غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د عراق رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله لیکلي دي، نن سهار پلازمینه بغداد کې یوه مارکېټ ته څېرمه درنده چاودنه شوې ده، چې له کبله یې ۲۴ کسان وژل شوي دي.
دغه چاودنه چې د موټر بم په مټ ترسره شوې ده، د پلازمینې بغداد ختیځ لوري ته پروت په النهرون ښار کې رامنځته شوې ده.
دغه چاودنه یوه مارکېټ ته څېرمه داسې مهال رامنځته شوه، چې د خلکو ګڼه ګوڼه جوړه وه.
د النهرون ښار پولیسو رسنیو ته ویلي دي، دغه چاودنه چې سهار مهال رامنځته شوه، لږ تر لږه ۲۴ کسان یې وژلي دي، او ۳۸ نور ټپيان دي.
د پولیسو له قوله چې ټپیان یې د امبولانسونو په مټ روغتون ته استولي دي.
پولیس زیاتوي، چې د یو شمېر ټپيانو حالت د اندېښنې وړ دی.
ویل کیږي، چې چاودنه د شیعه مېشتو په سیمه کې رامنځته شوې ده.
تراوسه پورې د دغې چاودنې مسئولیت چا نه دی منلی، خو وړاندې ورته خونړۍ چاودنې د داعش ډلې له لورې رامنځته شوي دي.
د یادولو ده، چې النهروان ښار د پلازمینې بغداد څخه په ۶۰ کیلومترۍ کې واقع دی.

Exit mobile version