کابل ټکی کام

نیمروز: د یوه ښوونځي لسګونه زده کوونکې مسمومې شوي دي

کابل ټکی کام فرید احمد
نن ورځ په نیمروز کې څه دپاسه پنځوس نجونې زده کوونکې مسمومې شوې دي.
دغه پېښه د ملالۍ په نوم د یوه ښځېنه ښونځي کې هغه وخت رامینځ ته شوه کله چې زده کوونکې ښونځي ته ننوتلې.
د ښوونځي مشره مدیره وايي چې ټولې مسمومې شوې نجونې اوس په روغتون کې دي او صحي حالت یې د اندېښنې وړ ندی.
دې ته ورته پېښې مخکې هم د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې رامینځ ته شوې دي،چې تراوسه یې کومې ډلې پړه په غاړه نده اخیستې.

Exit mobile version