کابل ټکی کام فریداحمد
ایراني چارواکو ویلي دي چې ایراني حاجیان به سږ کال سعودي عربستان ته د حج د فریضې د اداء لپاره نه ورځي، د حالاتو دغه ترینګوالۍ وروسته له هغه رامینځ ته شو کله چې تېر کال د حج د مراسمو په دوران کې د یوې پېښې له کبله ۲۴۲۶ حاجیان ووژل شول.
ایراني چارواکو ویلي دي، د سعودي عربستان د بې کفایتۍ له کبله تېر کال د حج د مراسمو په دروان کې کرېن د کعبې ترڅنګ په حاجیانو باندې راپرېوت چې له کبله یې ۴۶۴ ایراني حاجیان ووژل شول.
اېرنا دولتي خبري اژانس د د ایران د اطلاعات او کلتور د وزیرعلي جنتي له قوله لیکلي دي، د تهران او ریاض ترمینځ د ایراني حاجیانو لپاره دخصوصي امنیت په سر، څو میاشتو مذاکراتو کومه مثبته نتیجه ورنکړه نو یې دا فیصله کړې چې حاجیان به سږ کال د حج د اداء لپاره سعودي عربستان ته نه استوي.
ایران دا فیصله پداسې وخت کې کړې چې اوس هم د ایران او سعودي ترمینځ د شیخ نمر د وژلو پر سر تاوتریخوالۍ موجود دی.
شیخ نمر چې سعودي له ملک سره په خیانت او د ترهګرۍ په تور وواژه، په ایران کې د سعودي په خلاف د سختو مظاهرو لامل شو چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمینځ تاوتریخوالۍ زیات شو.
سږکال به ایرانیان د حج د فریضي اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته سفر نه کوي
