کابل ټکی کام

د تورخم د روازې تړل، د هېواد اقتصاد ته په ملینونو تاوان واوړید

کابل ټکی کام انصار
دتیرو درې ورځو راپدیخوا د تورخم دروازه د پاکستان له لورې تړل شوې ده، چې له کبله یې د هېواد اقتصاد ته میلیونو نه افغانۍ تاوان اوښتۍ ده.
دسوداګرۍ او صنایعو د خونو مسئولینو ویلي دي، د تورخم دورازې دواړو لوریو ته د خوارکي توکو ډکې لارۍ ورلاړې دي چې پکط خوارکي توکي له مینځه تلو په حال کې دي.
یو لارۍ موټرچلوونکۍ وايي د سختې ګرمۍ له کبله زیاتره خوارکي توکي له مینځه تللي دي او که همدې حالت دوام پیدا کړ، نو کېدای شي په میلیونونه تاوان نور هم واوړي.
د سوداګرۍ د خونې مرستیال خان جان الکوزي ویلي دي د درې ورځو راپدیخوا د تورخم دروازه د پاکستان له لورې تړل شوې او سوداګرو ته ېې په میلونونو افغانۍ تاوانو نه اړولي دي .
په اسلام آباد کې دافغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال د تورخم د دورازې د پرانستلو په اړه پاکستاني چارواکوسره لیده کاته کړي دي، خو تراوسه کومه نتیجه نده ترلاسه شوې..
تمه وه چې نن به د افغانستان او پاکستان ترمینځ دغه دروازه خلاصه شي خو لا ېې دخلاصیدو خبر ندی ورکړل شوی دتورخم دروازه دمخه هم د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمینځ د ځينو ستونزو له امله تړل شوې خو دواړه هېوادونه ترمینځ د ډيپلوماتيکي اړیکو له لارې مسئله حل شي. .

Exit mobile version