تبصره
له ایران او پاکستانه پدې هیله کډوال خپل هیواد ته راروان دي، چې نور د کډوالۍ شپو ته مخه ښه ووایي او پاتې ژوند په خپل هېواد کې تیرکړي.
دا چې دهېواد په ۳۳ ولایتونو کې جګړې روانې دي اکثر خلک غواړي کابل ښارته ولاړشي وایي، چې د ولایتونو او ولسوالیو په پرتله به یې په کابل کې شپې او ورځې لږ څه په امن وي.
په تېره میاشت کې دهلمند او کندز د سقوط اندیښنې زیاتې وې، چې ورسره د هېواد په ۱۳ولسوالیو کې سختې جګړې پیل شوې، هغه کډوال چې غوښتل ېې له ایرانه خپل هیواد ته ستانه شي هغوی بیا په هیواد کې د روانی ناامنۍ له کبله تړلې کډې پاتې شول.
له پاکستانه ټولو افغان کډوالو خپل هیواد ته د راستنیدو هوډ کړی دی، دوی وایي وروسته بیا په کابل کې شپې سړیږي ښه داده چې په وخت خپل هیواد ته ستانه شو. یو شمیر هېواد وال چې د کابل اوسیدونکې دې وایي، اوس هم د کابل شپې سړې دي خوکه یوه میاشت سرپنا ه نه وي ترڅو چې سرپنا جوړوي ترهغې په ډاګه هم شپې کولای شي.
په پاکستان کې اکثر کډوال له لوی اختر وروسته راستنږي؛ خو د تېرې اونۍ راپدیخوا په کابل کې د شپو د سړیدو د مخه ورځې ترخې شوې، تر اوسه په یوه ورځ کې درې بریدونه په کابل کې نه وو شوي او تیره ورځ دوه بریدونه دفاع وزارت سره او دریم برید د بهرینو پر یو پټ استخباراتي مرکز وشو، د درې بریدګرو په مقابل کې په لسګونو امنیتي ځواکونو یوولس ساعته جګړه وکړه او د کابل د امن ورځې یې په ښاریانو ترخې کړې.
د کابل د تېرې ورځې په بریدنو کې چې تر ۴۱ تنو پورې پکې ووژل شول او تر سلو زیات ټپیان شول د وژلو او ژوبل شوو کسانو په کورنیو یې د راتلونکې لوی اختر د خوښۍ ورځې له کورونو څخه په جنازو پورته کولو دومره ترخې کړې چې له کورونو به ېې د ویر ساندې پورته کیږي.
ګویا اوس به یې د خپلو کلسټر بمونو، د ډرون او اف شپاړس الوتکو بې پروا بریدونو ته متوجه شوي وي، چې څنګه پرې د هېواد ملکي او بې ګناه ولس بمباروي، هغوی خو هم د همدې هیواد دي.
د دفاع وزارت دروازې ته څېرمه او د بهرینو د یو پټ استخباراتي مرکز پر ودانۍ د کابل اوسیدونکې ورځې ترخې کړي دي، دوی وایي ورسته لدې په کابل کې شپې سړیږي خو ورسره ورځې هم ورځ په ورځ ترخیږي.
د مخه به یواځې له ولایتونو څخه ځوانان د نا امنیو او بې روزګاریو له امله اروپایي هیوادونو ته په مرګونو لارو روان وو، اوس چې په کابل کې هم په ښاریانو شپې سړې او ورځې ترخې شوې نور به د کابل ښاریان هم اروپایي هیوادونوته مرګونې لاره نیسي.
د کابل ښاریان اوس له کابله هم ولایتونو ته د تلو زړه نه ښه کوي ځکه د ولایتونو نا امني تر کابل ښاره هم خرابه ده. همدا اوس د ارزګان په ترینکوټ باندی د ولایتی چارواکو په وینا تر۳۰۰زیات طالب وسله والو برید کړی او د دواړو خواو سخته جګړه روان ده .
په کابل او ولایتونو کې که نا امني په همدې حال دوام وکړي نه یواځې دا چې له هیواده به د ځوان نسل ترڅنګ نور هیوادوال بهرنیو هیوادونو ته مخه وکړي، بلکې په بهر کې او په ځانګړې توګه اروپایي هېوادونو کې میشت افغانان خو به د بهرنیو هیوادونو په تابعت د خپل هیواد تابعت هم له منځه یوسي.
د معلوماتو له مخې په روان کال کې تر۴۱۲ پورې په اروپا کې پناه اخیستونکو افغانانو له عدلیې وزارت څخه غوښتنه کړې ده، چې افغان تابعت ترې واخلي او نور نه غواړی دې نا امنه افغانستان ته راشي، چې دعدليې وزارت د افغان تابعت د له منځه وړلو غوښتونکو په اړه یو کمیسیون ټاکلی، چې د یو شمېر افغانانو د افغان تابعت لغوه کولوغوښتنه منل شوې ده خو د وزیرانو د شورا او ولسمشر د تائید ورسته به تابعت ترې واخستل شي .
په کابل ښارکې چې شپې سړې او ورځې ترخې شوې په ولایتونو کې د مخه همدا حال و؛ خو مرکز یو څه ارام و.
په ولایتونو کې ځینې ښوونځي خیالی او هغه چې فعال ښوونځي دي ډیری ېې د نا امنیو له امله تړل شوي دي چې یواځې د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کې تر ۳۵زیات ښوونځي تړلي دي .
د اچین او هسکې مینې د ولسوالۍ د ښونې د روازې دمخه تړل شوي دي یواځې د کابل ښار پاتې و په کابل کې هم شپې سړې او ورځې ترخې شوې.
