(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۷) زرغون خوږیاڼی
افغانستان ته د لومړی ځل لپاره د چین ریل ګاډی د افغان تاجرانو په مالونو بار د حیرتان بندر ته راورسید.
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وویل، چې دغه ریل ګاډی د سنبلې په ۴ د چین له هایمن ښار څخه د افغانستان په لور حرکت کړی و، چې بیګا شپه د افغانستان د حیرتان بندر ته راورسید.
منیر وايي، چې په یاد ریل ګاډي کې د افغان تاجرانو ۸۴ کانتیره سوداګریز مال موجود دی، چې نن سهار يې د مالونو د تسلیمولو چارې په یو لړ مراسمو سره پيل شوې، چې په کې د بلخ ولایت استازو، د افغانستان د تجارت خونې استازي، وزارت فوایدعامه استازي او د چین سفیر شامل و.
دا په لومړي ځل افغانستان ته چينايي توکي په مستقيمه توګه راوړل کېږي، چې دا د افغانستان لپاره ستره لاسته راوړنه ده. تر دې مخکې چینايي توکي افغانستان ته د کراچۍ بندر او ایران له لارې راوړل کېدل، چې ډېر لګښت به پرې راتلو.
همدارنګه په دې ریل ګاډي کې به بیرته د افغانستان مالونه او سوداګریز توکي چین ته ویوړل شي، چې په دې سره به د افغانستان ـ چين تر منځ سوداګري پراخه شي.