کابل ټکی کام

دلمونځ مسایل ( شلمه برخه)

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

دشيعه ګانو د جنازه کونکي امامت

پوښتنه : يو سړى کوم چې د جامع جومات امام دى او د شيعه ګانو په جنازه، تجهيز او تکفين کې برابر شامل وي او نورو خلکو ته هم ترغيب ورکوي نو د هغه څه حکم دى؟.

ځواب : داسې کس ګنهګار او فاسق دى، د هغه امام جوړول او د هغه شا ته لمونځ کول مکروه دي ([1]).

په غير مقلد پسې د اقتداء کولو حکم

پوښتنه : د غير مقلد شا ته د حنفي لمونځ کيژي او که نه؟.

ځواب : غير مقلدين ډير قسمه دي، يو ډول يې داسې دي چې د هغوى شا ته لمونځ کول خلاف احتياط، يا مکروه يا باطل دي، دا چې د پوره حال معلومول يې سمدستي مشکل دي له همدې امله احتياط دا دى چې د هغه شا ته لمونځ ونکړى شي ([2]).

د شطرنج کونکي امامت

پوښتنه : کوم حافظ چې شطرنج کوي او لمونځ هم قضاء کوي د هغه امامت روا دى او که نه؟.

ځواب : د هغه امامت مکروه دى ([3]).

د ضآلين پر ځاى د ظآلين ويونکي امامت

پوښتنه : د جومات يو امام تل (هميشه) د ضآلين پر ځاى د غير مقلدينو او روافضو په څير ظآلين وايي، کله چې يو شمير مقتديان هغه له دې څخه منع کوي نو هغه ورته وايي چې د دې د جواز فتوى له ما سره موجوده ده او ما له ډيرو قاريانو نه هم ښه تحقيق کړې دى، لهذا زه يې په همدې ډول وايم او تاسو که زما شا ته لمونځ کوى او که يې نکوى تاسو لره اختيار دى، نو د داسې کس شا ته لمونځ کول روا دي او که نه؟.

ځواب : د ضاد حرف له ظا او دال څخه بيخي جلا حرف دى، د هغه په خپل مخرج کې اداء کول پکار دي او په مخرج کې د اداء کولو له قصد او ارادې وروسته که چيرته هغه په دغو دواړو کې له يوه سره مشابه شي نو څه خبره نشته، مګر که چيرته قصداً ظا يا دال وايي بيا نو لمونځ فاسديژي، ضاد د خپلو صفتونو په لحاظ سره له ظا سره په آواز کې ډير مشابه دى، مګر دا په هغه وخت کې کله چې له خپل مخرج څخه اداء کړى شي که نه نو دا آواز هم کوم ته چې دال مفخم ويل کيژي دا د ضاد د خرابيدو آواز دى، د ځانګړي امتياز له امله د ظا له آواز څخه بهتر دى ([4]).

د دکاندار امامت

پوښتنه : د يوه دکاندار نظر د خرڅولو او اخيستلو په وخت کې په نرانو او ښځو لويژي د هغه امامت روا دى او که نه؟.

ځواب : د هغه امامت روا دى ([5]).

د غير مقلد شا ته د لمانځه کولو حکم

پوښتنه : د اهل حديث شا ته د لمانځه کول صحي دي او که نه؟.

ځواب : د اهل حديث شا ته لمونځ کول روا دي ([6]).

د ختنه کونکي امامت

پوښتنه : د ختنه کونکي امامت څرنګه دى؟.

ځواب : روا دى ([7]).

د چا چې ښځه زنا کونکې وي د هغه امامت

پوښتنه : د يوه سړي ښځه له بل سړي سره په ښکاره ډول زنا کوي او ميړه يې هم په دې خبر وي نو د داسې کس امام جوړول او مقررول څرنګه دي؟.

ځواب : که چيرته دغه کس خپله ښځه له دغه بد کار څخه منع کړې وي او د هغې د راګرځولو کوشش يې کړى وي مګر هغه نه راګرځي نو دا کس معذور دى، مګر که چيرته يې نه منع کړى وي او نه يې د هغې د راګرځولو کوشش کړى وي بيا نو دا کس دوس دى او بيغيرته دى او د هغه امامت مکروه دى ([8]).

د مصنوعي غاښ لرونکى امام څرنګه دى

پوښتنه : يو سړى د جومات امام دى هغه مصنوعي غاښ ايښى دى د قرآنکريم تلاوت او امامت کول يې صحي دي او که نه؟.

ځواب : صحي دي، له دې امله چې د غاښ کيښودل فقهاء کرامو صحي ليکلي، ولو که د سپينو زرو ولې نه وي، او امام محمد  رحمه الله خو د سرو زرو د غاښ کيښودل هم صحي بللي ([9]).

امام ته کنځل کول او ورته په سپکه سترګه کتل

پوښتنه : يو امام دى او قوم هغه ته په سپکه سترګه کوري، بلکې په ځينو وختونو کې امام ته کنځل کوي، بلکې له دې څخه هم له زيات څه نه پرهيز نکوي، پيش امام ته د دې ټولو شيانو علم شته دى، مګر هغه د دنيوي مفادو لپاره اغماض کوي او د پښو سپکولو او د مصلى پريښودلو ته تيار نه دى، پوښتنه دا ده چې د داسې قوم لمونځ د داسې پيش امام شا ته کوم ته چې په سپکه سترګه کتل کيژي شرعاً صحي دى او که نه؟ او داسې امام ته د امامت نه پريښودل صحي دي او که نه؟.

ځواب : مسلمان ته په ځانګړې توګه پيش امام ته کنځل کول فسق او فجور دى، همدا ډول عرفا هم ناروا او د ملامتيا وړ دى، مګر سره له دې بيا هم د دغه قوم اقتداء په همداسې امام پسې صحي ده، او که چيرته دغه امام مجبور او محتاج نه وي نو د هغه لپاره د دغه امامت پريښودل بهتر دي، ځکه چې په خپله د خپل ځان ذليل کول شرعا بد دي ([10]).

د قاتل او قمار باز امامت څرنګه دى

پوښتنه : که يوه کس بل کس په لاس وژلى وي يا يې په بل چا باندې وژلي وي او د قمار وهلو هم عادتي وي، له څو ورځو راهيسې آوريدل کيژي چې قمار بازي او نور کارونه يې پرې ايښې دي، د داسې کس په کوم جومات کې امام جوړول او د هغه شا ته لمونځ کول روا دي او که نه؟.

ځواب : دا مسلمان دى، پس کله چې د کبيره ګناهونو کونکي له ګناه څخه توبه وکړي او فسق له هغه څخه پورته شي نو د هغه امامت له کراهيت پرته صحي دى ([11]).

امامت ته د ذليل کسب ويونکي امامت

پوښتنه : زيد وايي امامت کول ذليل کسب دى او ذلت دى، وروسته له دې هماغه زيد امامت هم کوي، آيا د هغه امامت صحي دى؟.

ځواب : د زيد د دغه عبارت دوه مفهومه دي (١) دا چې عوام امامت ذليل کسب ګڼي، د دغه مفهوم له مخې په زير باندې هيڅ اعتراض نشته چې د پخوانى زمانې خلکو به د امامت کسب ته په بد نظر کتل د کومې ګناه چې په خلکو باندې دى (٢) دا که چيرته د زيد په خپله همدا عقيده وي نو دا انتهائي خظرناک دى، که له دې څخه زيد توبه وکړي نو امامت کولاى شي ([12]).

په بينک کې د روپيو ايښودونکي امامت

پوښتنه : کوم سړى چې په بينک کې روپۍ داخلې کړي د هغه امامت صحي دى او که نه؟.

ځواب : د هغه امامت هم مکروه دى (مګر په هغه زمانه کله چې غله ډير وي او د روپيو د ساتنې ذريعه له بينک پرته بل شى نه وي، په بينک کې د ساتنې په غرض د روپيو ايښودل صحي دي او د هغه امامت هم صحي دى ([13]).

د غلط ويونکي شا ته د سم ويونکي اقتداء صحي نه ده

پوښتنه : کوم سړى چې په سمه توګه قرآنکريم نشي لوستلاى، مثلاً د (الفراش المبثوث) پر ځاى (الفراخ المبثوث) وايي، د هغه شا ته اقتداء کول روا دي او که نه؟ هغه ته د امامت کولو حق شته او که نه؟ سره له دې چې نور جيد علماء کرام هم موجود دي؟.

ځواب : د الفراش) پر ځاى د (الفراخ) ويونکي شا ته د سم ويونکي لمونځ کول صحي نه دي ([14]).

په ميلو کې د ګډون کونکي امامت

پوښتنه : يو کس په ميلو او ودونو کې ګډون کوي ډولونه او سندرې آوري او په جومات کې امامت هم کوي، آيا د هغه شا ته لمونځ کول صحي دي او که نه؟.

ځواب : د داسې کس شا ته لمونځ کول مکروه دي او د شامي له تصريح څخه معلوميژي چې مکروه تحريمي دي، په شامي کې داسې تصريح هم شوې ده چې د داسې امام ليرې کول واجب دي ([15]).

د جومات له ديوال څخه د يا محمد  صلی الله علیه وسلم  ړنګونکي امامت

پوښتنه : د يوه جومات په ديوال باندې د لمانځه د وختونو بورډ لګيدلى دى، د کوم چې په پورته برخه کې ښي لوري ته (يا الله) او چپ لوري ته (يا محمد) ليکل شوي دي، يوه کس له چپ لوري څخه (يا محمد) وسوځولو او ړنګ يې کړ، ايا دغه کس اهانت کونکى نه دى؟ آيا داسې کس امامت کولاى شي؟.

ځواب : د نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  نوم نهايت قابل احترام او واجب الاحترام دى، او د اهل بدعت د شعارونو ړنګول جهاد او موجب ثواب دى، پس که چيرته دغه کس دا مبارک نوم له دې امله سوځلى او ړنګ کړى وي چې عام خلک د عقيدو له خرابوالي څخه وژغورل شي نو د هغه دا جذبه صحي ده، مګر د هغه دا عمل غلط او بې ادبي ده، دا د نجديت کار دى، د حنفيانو کار نه دى، بهر حال دا کس بې ادبه با ايمانه دى، که چيرته پيښمانه نشي نو د هغه شا ته دې اقتداء نه کيژي، البته له لمانځه او جماعت څخه دې هغه نه منع کيژي ([16]).

د تاش (پرو) کونکي امامت روا دى که نه

پوښتنه : که چيرته د جومات امام د تاش (پرو) له کونکو سره کيني يا يې د کولو طريقه ورته ښيي حکم يې څه دى او د هغه امامت څرنګه دى؟.

ځواب : په درمختار کې راغلي (وکره تحريما اللعب بالنرد وکذا الشطرنج) پس کله چې د شطرنج لوبه کول حرامه ده نو د هغه ښودنه ښکاره ده چې حرامه ده او له کونکو سره يې کيناستل او ليدل هم حرام دي، پس د هغه امامت مکروه دى ([17]).

له يوې لويشتې څخه د کمې ژيرې لرونکي امامت

پوښتنه : د ژيرې کمونکى حکم څه دى او يوه لويشت ساتل يې واجب دي که سنت؟ او کوم سړي چې له يوې لويشتې کمه ژيره ساتلې وي د هغه اقتداء روا ده که ناروا؟.

ځواب : يوه لويشت ژيره ساتل واجب دي، البته د هغې وجوب په سنت او حديث سره ثابت دى، د هغې کمه وونکى فاسق دى او خريونکى هم فاسق دى، کله چې په قصد د دوام سره وي او د فاسق اقتداء مکروه ده، البته له ځانتوالي بهتر دى ([18]).

دلور په وديدو باندې د روپيو اخيستونکي امامت

پوښتنه : يو سړى د خپلې لور په واده کې د هلک له مور پلار نه روپۍ اخلي داسې کس امامت کوي دا روا دى او که نه؟ دا وخت هغه توبه کړې، مګر هغوى ته يې روپۍ نه دي ورکړې، د روپيو له ورکولو پرته په توبې کولو سره هغه د امامت وړ (لايق) کيدلاى شي او که نه؟.

ځواب : د انجلۍ مور او پلار ته د انجلۍ له ميړه يا يې د ميړه له مور پلار څخه د روپيو اخيستل په درمختار کې رشوت او حرام ليکل شوي، پس د همدغو روپيو بيرته ورکول ضروري دي او د هغه توبه دا ده چې روپۍ بيرته ورکړي، که چيرته روپۍ بيرته ورنکړي نو فاسق دى او د فاسق امامت مکروه دى، فاسق د امام جوړولو وړ (لايق) نه دى، د هغه او د هغه د مرسته کونکو شا ته اګر که لمونځ کيدلاى شي، مګر مکروه دى ([19]).

([1]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : ١٠٩، بحواله ردالمحتار، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٢٣.

([2]) امداد الفتاوى، ١ : ٢٢٧.

([3]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : ١١٣، بحواله الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، کتاب الخطر والاباحة فصل في البيع، ج : ٥، ص : ٣٤٧.

([4]) کفايت المفتي، ٣ : ٧٦ – ٧٧، بحواله عالمګري، الفصل الخامس في زلة القاري، ج : ١، ص : ٧٩.

([5]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : ١١٦، بحواله مشکوة، باب النظر الي المخطوبة، ص : ٢٦٩.

([6]) کفايت المفتي، ٣ : ١١٦، بحواله درمختار، شامي، هغه اهل حديث کوم چې د اهل السنت د اجتماعي مسايلو مخالفت نکوي، د بلګې په توګه د متعه په حراموالي قائل وي او سلفو ته کنځل کول ناروا بولي او داسې نور، که داسې نه وي بيا حکم د اهل البدعت په څير دى او د هغه شا ته لمونځ کول مکروه دي، امداد الفتاوى، ج : ١، ص : ٢٥٣، باب الامامة، ط : دارالعلوم کراچى.

([7]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : ١١٧، بحواله درمختار، کتاب الخطر والاباحة، باب الاستبراء، ج : ٥، ص : ٣٣٧.

([8]) کفايت المفتي، ٣ : ١٢٧، بحواله التنوير، باب المامة، ج : ١، ص : ٥٥٩ – ٥٦٠.

([9]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : ١٤٤، بحواله ردالمحتار، کتاب الخطر والاباحة، فصل في اللبس، ج : ٥، ص : ٣١٨.

([10]) فتاوى فريديه، ٢ : ٣٤٤ – ٣٤٥، بحواله صحيح مسلم، کتاب الايمان، ص : ٥٨، منهاج السنن شرح جامع السنن، ج : ٢، ص : ٢٤٠، باب ما جاء من ام قوم وهم له کارهون.

([11]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : ١٥٢، بحواله مشکوة باب الاستغفار والتوبة فصل ثالث، ص : ٢٠٩.

([12]) فتاوى فريديه، ٢ : ٣٦٢، بحواله الدرالمختار مع ردالمحتار، ج : ١، ص : ٤٠٨، قبيل مطلب في تکرار الجماعة في المسجد، باب الامامة، شرح فقه الاکبر لملا علي قاري، ص : ١٦٧، فصل في القراة والصلوة.

([13]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : ١٥٥، بحواله الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٢٥.

([14]) فتاوى فريديه، ٢ : ٣٦٥، بحواله الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، ج : ١، ص : ٤٣٠، مطلب في الالثع، باب الامامة.

([15]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : ١٥٦، بحواله مشکوة، باب المساجد فصل ثالث، ص : ٧١.

([16]) فتاوى فريديه، ٢ : ٣٦٨ – ٣٦٩، بحواله تفسير معارف القرآن، ج : ٧، ص : ٤٦٩، سورة الفتح : آيت : ١٨.

([17]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : ١٦٤، بحواله ردالمحتار، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٢٣.

([18]) فتاوى فريديه، ٢ : ٣٧٣، بحواله اشعة اللمعات شرح مشکوة، باب الترجل، الفصل الاول، نفع قوت المغتذي علي هامش سنن الترمذي، ج : ٢، ص : ١٠٠، وهکذا في مرقاة المفاتيح شرح مشکوة المصابيح، ج : ٨، ص : ٢٩٨، باب الترجل، الفصل الاول، ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ١، ص : ٤١٣، قبيل مطلب البدعة خمسة اقسام، باب الامامة.

([19]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٣ : بحواله ردالمحتار، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٢٣.

Exit mobile version