کابل ټکی کام

 اقبال ظفر جګهړا د افغان مهاجرینو د مشکلاتو په اړه ژور خفګان څرګند کړ

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۸) زرغون خوږیاڼی

د خیبر پختونخوا ګورنر اقبال ظفر جګهړا د افغان مهاجرینو د مشکلاتو په اړه ژور خفګان ښکاره کړ او د مشکلاتو د حل وعده یې وکړه.

نن پنجشنبه ۱۱ بجې د مهاجرینو د مشکلاتو د حل کمیټې ۱۱ کسیز هیئت په پیښور کې د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا سره لیدنه وکړه.

په لیدنه کې د مهاجرینو د مشکلاتو د حل کمیټې د افغان مهاجرینو یو لړ مشکلات ګورنر اقبال ظفر جهګړا ته بیان کړل ، تر څو د حل په اړه یې لازم تدابیر ونیول شي.

د یاد ۱۱ کسیز هیئت غړي حاجي شرافت وویل، چې د کمیټې  مشري محمد سعید هاشمي کوله، نن د خیبر پختون خوا د ګورنر اقبال ظفر جهګړا او د پښتونخوا یو شمیر نورو مشرانو سره د افغان مهاجرینو د مشکلاتو د حل په موخه تفصیلی لیدنه وکړه، په یاده لیدنه کې رستم شاه مومند هم شامل و.

خیبر پښتونخوا د مختلفو ادارو لکه دتعلیم، پولیسو، اسپیشل برانچ او د مهاجرینو د نمائيده ګانو سره یوه مشترکه کمیټه لري، چې ددغه کمیټې مشر کوارډینیټر رستم شاه مومند دی.

په لیدنه کې اقبال ظفر د مهاجرینو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د افغان مهاجرینو د هر ډول مشکلاتو په اړه به ضروري اقدامات کوو.

اقبال ظفر وویل: زه نه پوهیږم چې ولې دومره مشکلات پیدا شول، زه په دې زیات خفه شوم چې افغان مهاجرین په دومره لویو مشکلاتو کې راګیر دي.

اقبال ظفر زیاته کړه، چې افغانان زمونږ ورونه دي، مونږ به ددوی د هر ډول مشکلاتو د حل په اړه ضروري اقدامات وکړو.

همدارنګه رستم شاه مومند هم د افغان مهاجرینو د مشکلاتو او ستونزو د حل په اړه وعده وکړه، چې نور به افغانانو په خیبر پښتونخوا کې هیڅ ډول مشکلات نه پيښيږي، ده وویل چې له افغانانو سره مرستې زمونږ له خپلو ورونو سره د مرستې په معنا دي.

د غونډې په پای کې د خیبر پختونخوا ګورنر اقبال ظفر جګهړا د مهاجرینو د ستونزو د حل کمیټې سره وعده وکړه، چې د پاکستان د داخله وزیر سره به ورته د ملاقات زمینه برابره کړي، تر څو یاده کمیټه خپله له داخله وزیر سره له نږدې وګوري او د افغان مهاجرینو د ستونزو په اړه ورسره خبره شریکه کړي.

Exit mobile version