(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۸) الماس خدرخېل
د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د امنيتي ځواکونو له موټر سره نږدې چاودنه شوې چې پکې ۸ پوليس ټپيان شوي دي.
پوليس چارواکو رسنيو ته ويلي، چې چاودنه د ورسک روډ دارمنګي د مترا تاڼې تر کنټرول لاندې سيمه کې د پوليس ګزمې په موټر شوې ده.
ټپيان د ليډي ريډنګ روغتون ته وړل شوي، خو د روغتون چارواکي وایي،چې د دوو سرتېرو وضعیت نازک دی.
د بم ناکاره کولو ادارې چارواکي په سیمه کې د نورو احتمالي بمونو د خنثی کولو لپاره په عملیاتو بوخت دي.
د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې هم په ياده سيمه کې کريسچين کالونۍ ته څو تنه سرتيري ننوتي و، چې وروسته بيا د پوځ او پوليسو په ډزو کې ووژل شول.
تر اوسه پورې پر پولیسو د شوې چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
